لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بابړې د پیښې کلیزه


جلال اباد، افغانستان، کې د خدائي خدمتگار تحریک باني باچاخان قبر
د خیبر پښتونخوا صوبې چارسده ضلع کې د عوامي نیشنل پارټۍ د انتظام د لاندې د کال ١٩۴٨ د هاغه پیښې کلیزه ونمانځلی شوه چې پکې د خدائي خدمت گارانو په احتجاج کونکو گولۍ چلول شوي وي او په سلگونو خلک پکې وژل شوي وو.
د کال ١٩۴٨ د اگست د میاشت په ١٢ مه نیټه د چارسدې په بابړه کې د خدائي خدمت گارانو په غونډه د تحریک د غړو په وینا د حکومت امنیتي ځواکون ناتاره ډزې وکړې چې له امله بې په سلگونو خلک، زنانه، ماشومان او سپین ږیرې وژل شو.
د سیمې په سیاسي تاریخ کې په دغه پیښه کې وژل شوي کسان د بابړې د شهیدانو په نوم یادیږي چې د خپلو سیاسي حقوقو لپاره يي پرامنه احتجاج کولو خو د تشدد سره مخ کړی شو.
د خدائي خدمت گار تحریک کارکونکو د تحریک مشرانو باچا خان، ولي خان او ځېنې نورو رهبرانو د نیول کیدو خلاف پرامنه احتجاج کولو. د تحریک غړي وايي د هغه وخت د حکومت په وینا پې تشدد وکړی شو.
د گل په ورځ شوي د بابړې د پیښې د کلېزې نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ارشد مومند رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
Direct link
XS
SM
MD
LG