لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سند او بلوچستان د جزیرو په اړه د مرکزي حکومت نوې فېصله او په وړاندې یې سخت غبرګون


په پاکستان کې د بلوڅ ملتپال سیاسي ګوند، مدني ټولنو، او سازمانونو په مرکزي حکومت باندې د بلوچستان او د سند د جزیرو د ترقیاتی اټھارټي د جوړولو په اړه د صدر عارف علوي د حکم په اړه خپګان او غوسه څرګنده کړې ده. هغو د آرډیننس د اقدام په وړاندې د لاریونونو احتجاج هم وکړ.

د دغه آرډیننس په ضد په بلوچستان او سند کې یو شمیر سیاسي مشرانو د مرکزي حکومت د اقدام غندنه وکړه او هغه یې په ځمکه د تجاوز یوه هڅه وبلله.

مختلف ملتپالو ګوندونو، لیکوالانو، هم اعلان وکړ چې که پرېکړه بیرته نه نیول شوې نو په بیلا بیلو ښارونو او ښارګوټو کې د احتجاج او لاریونونو په جوړولو سره د دې پریکړې پروړاندې پراخه غورځنګ پیل کړي.

د بلوڅ ملتپاله نشنل پارټۍ پلویانو دغه احتجاجي غونډه د کوئټې د مطبوعاتو کلب مخې ته وکړله.

د بلوڅ نشنل پارټۍ د ګوند ښځينه غړې کلثوم بلوڅ وویل چې مرکزي حکومت د دوی جزیرې د صدارتي امر په ذریعه باندې قبضه کول غواړي. هغې زیاته کړه، "دا جزیرې د بلوچستان د غریبو خلکو د معاش ذریعه ده، او د دوی د کار ذریعه ده چې تاسو یې له مونږ څخه نیسې. ډېره پراخه آبادي تیت و پرک کول غواړئ."

د بلوڅ نشنل پارټۍ د اطلاعاتو مرکزي سکرټر علي لانګو بیا وویل چې، "په بلوچستان، خیبرپښتونخوا، او سند، خصوصأ د دوی په وسایلو باندې قبضه کوي، دا وسایل ځان له وړي. بلوڅ او پښتون عوام محکوم اوسیدلي دي دلته، د صحت سهولت نشته، دلته د تعلیم سهولت نشته، دلته د اوبو سهولت نشته. دا فایده ټوله پنجاب ته روانه ده، اسلام آباد ته روانه ده." هغه په خپلو خبرو کې د ریکودېک، سېندک، او ګېسو جنجالي منصوبو ته هم اشاره وکړله.

په کوئټه کې د قامي اسمبلې مرستیال سپیکر، مرکزي وزیر، اعظم سواتي او دغه ډول د بلوچستان د ګوادر اوسېدونکی بابر ګودا په ګډ خبري کنفرانس کې د بلوچستان او سند د جزیرو د قبضه کولو تور یې یو پروپاګېنډ بللی و. خو د مرکزي حکومت د سمندري امورو د وزارت په ویب سایټ باندې موجود د پاکستان آیلنډز آټهارټي آرډېننس ۲۰۲۰، د تېرې میاشتې په دویمه نېته باندې خپور شوی دی چې په ۲۵ مخونو باندې مشتمل دی.

په دغه آرډېننس کې ویل شوي دي چې د بلوچستان او د سند پر ساحل باندې موجود د جزیرو د ترقۍ دپاره پاکستان آیلنډ اټهارټي پرانېستل شوې ده. مرکزي حکومت پر ساحلي تړانګه باندې د سند او بلوچستان ټوله غېرآبادې جزیرو باندې د نوي ښارونو د جوړېدو اراده لري.

د سمندري امورو پر دغه ویب سایټ باندې ویل شوي دي چې د دې پیل به د سند د دوو جزیرو، لېنډر او ډېنکي څخه کیږي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي، دغه آرډېننس د ستمبر په دویمه باندې جاري کړی دی، خو د خبري رسنیو مخې ته نه و راغلی.

په یاد شوي ویب سایټ باندې د دې د چېئرمېن دپاره هم اشتهار خپور شوی دی. په آرډېننس کې ویل شوي دي چې له ساحل نه بیا په سمندر کې دننه تر دوولس ۱۲ ناټیکل میله پورې د آیلنډ اټهارټي ملکیت به وي.

د دې اټهارټي دفتر به په کراچي کې وي، او سر براه به یې وزیراعظم وي.

د اټهارټي د چلولو دپاره د ۱۵ نه تر ۱۱ ممبرانو پورې به وي چې مشر به یې چېئرمېن وي او دا به د پنځو کلونو دپاره ټاکل کیږي. آیلنډ ډیویلپمنټ اټهارټي به د جزیرو د ځمکو د بدلولو، د کارولو، د مالیې د تر لاسه کولو او د پلورلو واک به یې لري، او دا آرډېننس به څوک په عدالت کې نشي چلېنج کولای.

د دغه آرډېننس په ضد باندې په سند کې هم سخت غبرګون رامنځته شوی دی.

پاکستان ټولټال ۱۰۵۰ کلومټره اوږد سمندري ساحل لري. په دې باندې ۳۰۰ جزیرې یوازې په سند کې دي، او په بلوچستان کې بیا تر دې زیاتې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG