لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماماقدیر: د بې درکه بلوڅانو بازیابۍ د پاره کوششونه به جاري ساتم


مامابلوڅ دې تصویر کې لیدل کیږي.د بلوچستان په بې درکه کسانو کې د ماماقدیر بلوڅ خپل ځوی هم شامل وو. هغه ډیوه ریډیو ته ویلي زوئی جلیل ریکې په فرورۍ کال ٢٠٠٩ کې وتښتول شو او نومبر ٢٠١١ کې د هغه مړی د تربت اسسټنټ کمشنر په لاس ورکړ چې ډیر زیات تشدد ورباندی شوی وو
مامابلوڅ دې تصویر کې لیدل کیږي.د بلوچستان په بې درکه کسانو کې د ماماقدیر بلوڅ خپل ځوی هم شامل وو. هغه ډیوه ریډیو ته ویلي زوئی جلیل ریکې په فرورۍ کال ٢٠٠٩ کې وتښتول شو او نومبر ٢٠١١ کې د هغه مړی د تربت اسسټنټ کمشنر په لاس ورکړ چې ډیر زیات تشدد ورباندی شوی وو
د پاکستان کړکیچ ځپلې بلوچستان صوبه کې د بې درکه کسانو د لټون د پاره غږ پورته کونکې ٧٠ کلن رهنما ماما قدیر بلوڅ ویلي د بې درکه کسانو لټون د پاره به خپل کوششونه جاري ساتي.
ماما قدیر بلوڅ بلوچستان نه کراچۍ ته د بې درکه کسانو د لټون په حق کې لاریون په اختتام کې خپل احتجاج شورو کړی دی او د کراچۍ پریس کلب مخې ته يي کیمپ لگولی دی.
د ماما قدیر د لاریون برخه والو تر ٧٠٠ کلومتره زیات واټن په پښو وهلی او پکې زنانه، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري شامل وو.
کراچۍ کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال فضل عزیز سره مرکه کې ماماقدیر بلوڅ وویل د بلوچستان په زرگونو خلک بې درکه دي او شمیره کې يي اضافه شوي ده.
د بلوچستان په بې درکه کسانو کې د ماماقدیر بلوڅ خپل ځوی هم شامل وو. هغه ډیوه ریډیو ته ویلي زوئی جلیل ریکې په فرورۍ کال ٢٠٠٩ کې وتښتول شو او نومبر ٢٠١١ کې د هغه مړی د تربت اسسټنټ کمشنر په لاس ورکړ چې ډیر زیات تشدد ورباندی شوی وو.
ماما قدیر بلوڅ ویلي د بې درکه کسانو د بازیابۍ دپاره يي کوششونه ځکه شورو کړې چې نورې کورنۍ ددې درد نه وساتي.
کراچۍ کې د ډیوه ریډیو سره د ماما قدیر مرکه دلته اوریدل کیدی شي:
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:03 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG