لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميرجان محمد جمالي دبلوچستان اسمبلۍ دسپيکر سوگند اخستى


د ١١ مۍ انتخاباتو کې د بلوچستان اسمبلۍ کې پاکستان مسلم لیگ نون، نیشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ډیرې چوکۍ ترلاسه کړې دي
د ١١ مۍ انتخاباتو کې د بلوچستان اسمبلۍ کې پاکستان مسلم لیگ نون، نیشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ډیرې چوکۍ ترلاسه کړې دي
دپاکستان دبلوچستان صوبې داسمبلۍ نوي ټاکل شوي سپيکر ميرجان محمد جمالي اؤ مرستيال سپيکر عبدالقدوس بزنجو دنهې په ورځ دخپلو عهدو سوگند اخستى دى.
دبلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيکر مطيع الله اغا دميرجان محمد جمالي پرته له مقابلې داسمبلۍ داسپيکر ټاکل کيدو اعلان کړى.
دجان محمد جمالي دسپيکر اؤ عبدالقدوس بزنجو دمرستيال سپيکر دجوړولو پريکړه دپاکستان مسلم ليگ(ن) دصوبائي پارليماني پارټۍ په غونډه کې شوې وه.
داسمبلۍ دسپيکر په توگه دسوگند اخستو وروستو مير جان محمد جمالي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې هيله څرگند کړې ده چې دهغه تجربه به په راتلونکي کې دصوبې په گټه راشي.
ميرجان محمد جمالي دبلوچستان يو مخوريز سياستدان گڼل کيږي اؤ هغه له دې وړاندې دپاکستان دسينيټ مرستيال چئيرمين اؤ دبلوچستان صوبې وزيراعلي هم پاتې شوى دى.
ميرجان محمد جمالي په کال 1997 کې په ړومبي ځل دبلوچستان اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG