لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان تعلیمي وضع تر امنیت هم زیاته کړکیچنه


حکومتي چارواکې او غیر دولتي موسسې وايي له جگړې سره مخ بلوچستان ایالت کې تعلیمي وضع تر اندازې زیاته کړکیچنه ده او سملاسي اقداماتو ته اړتیا لري.

د ای ایس ای ار نومې غیر دولتي موسسې مشر تنظیم اختر وايي بلوچستان کې دوه اشاریه پنځه میلیون ماشومانو کې نزدې یو میلیون داسې ماشومان چې عمرونه يي د سکولونو د تگ دي له مکتبونو څخه بهر دي او چې په سکولونو کې موجود دي د زدکړې کچه يي ډیره ښکته ده.

هغه وايي د دریمې ټولگۍ ٨٧ فیصد ماشومان ساده حساب کتاب نشی کولی او ٩٧ فیصد ماشومان د اردو ژبې یوه کرښه یا جمله نشې لیکلی، دا ډول د لومړۍ ټولگۍ ٣۴ فیصد ماشومان ا، ب، ت نشې لیکلی.

خو د تعلیم لپاره د اعلا وزیر صلاح کار سردار رضامحمد بړیڅ وايی بلوچستان کې يي د تعلیم لپاره پیاوړې اوپه سائنسې اساس گامونه اخیستې ـ جعلي استازان، جعلې مکتبونه او هم دا رنگ محصلین يي په گوته کړې. سږ کال ٣٠٠ زره نور ماشومان په سکولونو کې داخل کړی شوي او د استازانو د گمارنې لپاره يي معیار ټاکلی دی.

د تعلیمي چارو کارپوه پروفیسر منیر کاکړ وايی نه یوازې بلوچستان بلکه ټول پاکستان کې توپیري تعلیمي نظام دی. دده په وینا که پاکستان له نورو هیوادونو څخه خوراکې مواد، دارو درمل، جامې او کمپیوټرې راغوښتلی شي نو د هغه پرمخ تللي هیوادنو څخه تعلیمي نظام او نصاب ولې نشې نقل کولی.

د بلوچستان په تعلیمې وضع بشپړه بحث په لاندینې لنک باندې اوریدلی شۍ. کوربه نصیر احمد کاکړ دی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:32 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG