لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د ازاد امیدوار په قافله حمله کې ۴ کسان وژل شوي

د بلوچستان په سبي سیمه کې د صوبائي اسمبلۍ ازاد امیدوار په قافله حمله کې څلور کسان وژل شوي دي.
د پولیسو د وینا ترمخه حمله کې د صوبائي اسمبلۍ ازاد امیدوار سردار سرفراز ډوهومکي درې محافظین او یو حمله کونکی وژل شول شوی دی. یو حمله کونکی زخمي هم دی.
پولیس ویلي د صوبائي اسمبلۍ پې بي ٢١ امیدوار سردار سرفراز ډوهومکي او د این ای ٢٦٥ د قومي اسمبلۍ امیدوار دوستین ډوهومکي د سبي کرک سیمه کې د انتخابي جلسې د پاره روان وو چې په قافله يي ډزې اوشوې.
په ظاهره د انتخاباتو سره تړلې د تشدد په بله پیښه کې کوټه کې د یو مذهبي سیاسي گوند په دفتر د لاسي بم په حمله کې دوه کسان زخمیان شوي دي.
او د بلوچستان په بولان ضلع کې د وسله والو سره د ډزو په تبادله کې دوه د ایف سي عسکرو وژل شوي دي.
د ایف سي چارواکو ویلي ایف سي بولان کې وسله او گوله بارود نیولې دي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG