لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د انتخاباتو په قافله حمله کې درې عسکر وژل شوې دي


په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ امیدوار اکرام الله گنډاپور په ځانمرگي حمله کې تیره هفته ووژل شو
په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ امیدوار اکرام الله گنډاپور په ځانمرگي حمله کې تیره هفته ووژل شو

د بلوچستان په بلیده سیمه کې د انتخاباتو په امنیت گمارل شوو ځواکونو په قافله حمله وشوه چې پکې درې د پوځ او یو د ایف سي عسکر ووژل شو. په برید کې یو ملکي تن ووژل شو.

د امنیتي ځواکونو په قافله نامعلومه وسله والو د نهې، سه شنبې، په شپه د بلېده په دشت نیوانو سیمه کې ډزې وکړې.

د چارواکو په وینا په حمله کې ١٣ نور کسان زخمیان هم شول چې پکې اته د پوځ او یو د ایف سي عسکر او څلور ملکي کسان شامل دي.

د پاکستان د نوي پارلیمنټ د انتخاب دپاره د شورو، چارشنبې، په ورځ ووټونه اچول کیږي.

دا په داسې مهال چې د ووټونو نه وړاندې د انتخاباتو سره تړلې د تشدد په پېښو کې د ١٥٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي د انتخاباتو د تحفظ دپاره یې د زرگونو په شمیره کې امنیتي ځواکونه پرځای کړې دي.

پوځ هم ویلي د ووټونو د تحفظ په لړ کې به خپله دنده ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG