لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د بیلتون خوښو بغاوت او که د ریاست نه انتقام؟


د بلوچستان په صورتحال لیکلی شوی کتاب
د بلوچستان په صورتحال لیکلی شوی کتاب
د برطانيي یو خبریال ویلیم مارکس وايي د بلوچستان شخړه یوه هیره کړی شوې مسله ده. خپل نوي کتاب "Baluchistan at a Crossroads" یا بلوچستان د فېصلې په ډگر کې ویلیم مارکس وايي بلوچستان د تیارو په یو څادر کې پټ دی په کوم کې چې د پاکستان د ریاست د ځائې بلوڅانو پرضد کاروائی پټې دي او د یو خبریال دپاره پکې کار کول ممکن نه دي.
دې تازه کتاب کې د بلوچستان شخړې مختلفو اړخونو ته کتنه شوي او دا تجربه کار خبریال وايي چې بلوچستان شخړه کې نړۍ ځکه هغه دلچسپي نه ده اخېستې کومه چې پکار وه ددې وجه دا ده چې نړۍ ته هغه څه ښودل شوي نه دي.
په یوه مرکه کې دې خبریال ډیوه راډیو ته وویل د بلوڅانو بغاوت ځکه د صوبې د ازادۍ په غوښتنه تمام شوی چې ریاست د دوي سره ډیر ظلم وکړو. دوي وايي د مایوسۍ خبره پکې دا ده چې د بلوچستان قام پرسته نوی کول د ریاست خلاف ودریدلی ځکه چې د پوځ او استخباراتي ادارو کاروائیو ددوي سیاسي سوچ ختم کړی دی.
بلوڅ ملت پاله گوندونه د صوبې په قدرتي وسائلو خپل اختیار او د مرکز نه زیاته صوبائي خپلواکي غواړي. صوبه کې د تیر څه وخت راهسې بغاوت روان دی چې حکومت يي پړه په بلوڅ وسله والو ډلو اچوي. د انساني حقوقو پاکستاني او نړي وال تنظیمونه د پاکستاني امنیتي ځواکونو لخوا د بغاوت چکولو په لړ کې د اقداماتو او ځائې خلکو سره د بد سلوک غندنه کوي. تیره میاشت په خضدار کې یو اجتماعي قبر کې ١٣ مړي موندلی شوي او عدالت يي اوس پلټني پیل کړې ډیر خلک گمان کوی چې کیدی شي دا په هغه بې درکه کې خلکو کې ځېنې تنان دي چې وژل شوي. د بې درکه خلکو مسله په نړي واله کچه ډیره د فکر مندۍ وړ گرځول شوي او ددوي را پیدا کولو لپاره بلوڅ بشري حقونو کارکونکې ماما قدیر په مشرۍ کې د بلوچستان نه اسلام اباد ته یو لاریون هم روان دی.
د برطانوي خبریال او د بلوچستان په هکله د هغه د کتاب نور تفصیل په دې مرکه کې اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG