لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د وژل شوو خبريالانو په ياد کي ورځ ولمانځل شوه


خبريالانو له حکومت څخه غوشتنه وکړه چي په ټوله هيواد کي دي دوی ته تحفظ ورکول شي
خبريالانو له حکومت څخه غوشتنه وکړه چي په ټوله هيواد کي دي دوی ته تحفظ ورکول شي

په کوټه کې خبریالانو د خپلو هغه همکارانو د یاد ورځ ونمانځله چې په ځانمرگي بریدونو، بم چاودنو او هدفي وژنو کې یې ژوند د لاسه ورکړی دی.

خبریالانو د کوټې د مطبوعاتو کلب مخي ته احتجا جي مظا هره وکړه او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چي د په هدفي حملو کې د وژل شویو خبریالانو قاتلان دې ونيول شي او خبریالانو ته دې تحفظ ورکړی شي.

د پاکستان د صحافیانو اتحاد فيډرل يونين اف جرنلسټس مرستيال مشر سليم شاهد وويل په تيره يوه لسيزه کي په ځان مرګي بريدوندو اوبمي چاودنو کي ۴۲ خبر يالانو خپل ژوند له لا سه ورکړی دی. هغه وویل په وژل شوو کې ٢٦ خبریالان په هدف وژل شوي دي چي قا تلان یې نه دي نيول شوي.

سلیم شاهد وویل خبريالان له سختو ستونزو سره مخامخ دي چې پکې که یو خوا ته بيلا بيلي تندروه ډلي دي نو بل لوري ته حکومت دی او بيلتون غو ښتونکي ډلې او سياسي ګوندونه دي چې د خپلي خوښي تشهير غواړي او خبریالانو ته وايي "چي کومه خبره موږ کوو هغه ورکړئ."

احتجاج کونکو خبريالانو له حکومت څخه غوشتنه وکړه چي په ټول هيواد کي دي دوی ته تحفظ ورکول شي.

دوی د وتلي خبريال سليم صا في په ضد په ټولنيزو پاڼو د یو مخصوص سیاسي گوند د تبلیغاتو سخته غندنه وکړه.

سليم شا هد وويل په جمهوري ټولنه کي دغه ډول چلند د ازاد صحافت په لاره کي لوې خنډ دی.

د خبريالانو نړيوال تنظیم ريپوټرز ود اوټ باډرډز ويلي دي چي پا کستان د نړۍ په هغو ١٠ هيوادو کي شامل دی چيري چي خبريالان له خطر سره مخامخ دي اوبلوچستان د خبريالانو له پاره ددغه هيواد ډيره له خطر ډکه سيمه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG