لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په بلوچستان کې د خلکو د لادرکه کېدو لړۍ روانه ده او په پوځ بریدونه هم کیږي


 د پاکستان پوځ تېرکال ویلي وو چې هر بې درکه تن امنیتي ادارو نه دي پورته کړې ځینې د بلوڅ وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو تور یې په پوځ لګولی کېږي
د پاکستان پوځ تېرکال ویلي وو چې هر بې درکه تن امنیتي ادارو نه دي پورته کړې ځینې د بلوڅ وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو تور یې په پوځ لګولی کېږي

ډاکټر دین محمد بلوڅ د بلوچستان اواران سیمې سره تعلق لري او اتلس کلنه لور چې سمي بلوڅ نومیږي، تور لګوي چې پلار یې یولس کاله وړاندې د جون په ۲۸ نېټه کال ۲۰۰۹ کې د پاکستان امنیتي ادارو په زوره بې درکه کړی دی.

سمي بلوڅ رایټرز خبري ادارې ته ویلي هغه او یوه بله خور یې د پلار د راخوشې کولو لپاره د تېرو یولسو کلنو راهیسې احتجاجونه کوي خو تر اوسه ورته معلومه نشوه چې هغه به ژوندی وي که مړ؟

ډاکټر دین محمد بلوڅ د کالج او پوهنتون د وخت نه په سیاسي توګه فعال و، سیاسي نظریات یې لرل او لور یې وايي د خپلو سیاسي نظریاتو په وجه به ورته په فون ګواښونه هم ورکړی کېدل.

رائیټرز لیکي چې سمي بلوچ او خور یې د کوټې پرېس کلب مخې ته د تېرو یولسو کالو نه روزانه په هغه احتجاجي کېمپ کې ناستې وي چې پکې د نورو بې درکه بلوڅانو بچي، خوېندې ،مېندې او پلاران ناست وي او د پاکستان د ریاستي ادارو نه د خپلو عزیزانو د راخوشې کولو غوښتنې کوي.

د لادرکه ډاکټر دین محمد بلوڅ لور سمي بلوڅ د احتجاجونو او مرکو په وخت په کله کله مطبوعاتو ته خپلې هغه تڼاکې پښې هم ورښکاره کوي چې پلار پسې په ګرځېدو زخمي شوي او دا وايي چې پکې کله پېزار اچوي نو پښې یې ډېر دردونه هم کوي.

سمي بلوڅ وايي چې پښې یې په کال ۲۰۱۳ کې د کوټې نه کراچۍ او بیا د کراچۍ نه اسلام اباد ته د لانګ مارچ په وخت زخمي شوې وې.

دغه مارچ د لادرکه بلوڅانو سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ راجوړ کړی وو چې پکې د نورو لادرکه شوو بلوڅانو خپل خپلوان هم شریک وو او د مارچ ګډونوالو ۲۰۰۰ کلومیټره پېدل سفر یې کړی وو.

د بلوچستان نه د خلکو د لادرکه کولو لړۍ په اګست میاشت کال ۲۰۰۶ کې د بلوڅ ملت پاله مشر اکبر بګټي د وژنې وروسته زیاته شوې ده. اکبر بګټي د پخواني پوځي جرنېل پرویز مشرف لخوا د خبردارۍ وروسته په یوې پوځي کارروایې کې وژلی شوې وو.

بلوچستان کې د ډېرې مودې راهیسې بلوڅ بېلتون خوښي د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه هم کوي او رائیټرز وايي چې حکومتي ادارې اکثره ددوي خلاف کاروايانې کوي او په دې نوم د هغه خلکو خلاف هم ګامون پورته کوي چې په حکومت سیاسي نیوکې کوي.

بلوڅ ملت پاله وسلواله ډلې بلوچستان کې دننه او په نور پاکستان کې وخت په وخت په پوځ او نورو امنیتي ادارو بریدنه هم کوي.

دې وسلوالو ډلو تېره میاشت یې په کراچۍ کې د ونډو د بازار په ودانۍ او تېره اوونۍ بلوچستان کې د پاکستان په عسکرو برید کې یو شمېر عسکر هم وژلي وو.

رائټرز خبري اداره وايي دوي د حکومت د بشري حقونو وزارت ،پوځ او د بلوچستان حکومت د دریز معلومولو لپاره په وار وار د اي مېلونو، فون او نورو پېغامونو د لارې د لادرکه خلکو په مسله د رابطو هڅې وکړې خو دوي ورته څه ځواب نه دی دیلې.

د پاکستان پوځ تېرکال ویلي وو چې هر بې درکه تن امنیتي ادارو نه دي پورته کړې ځینې د بلوڅ وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو تور یې په پوځ لګولی کېږي.

ماما قدیر بلوڅ وايي چې ریاستي ادارې په لویه شمېره کې نیولي شوي بلوڅان وژني او بیا یې خراب شوي مړي په لارو کې وغورزوي.

رائیټرز خبري اداره وايي چې تېره میاشت د پاکستان د مرکزي حکومت نه بیل شوي بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې حکومت ته د ۵۱۲۸ لادرکه بلوڅانو لسټ ورکړی وو.

خو د لادرکه خلکو سازمان وایس فار بلوڅ مسنګ پرسن مشر ماما قدیر بلوڅ دا شمېره نوره ډېره زیاته ښايي.

د یاد سیاسي ګوند مشر اختر مېنګل وايي چې حکومت ورته یواځې ۴۵۰ کسان ور پرېښودي وو خو زیاتوي ۱۸۰۰ نور بلوڅان یې بیاپه زوره بې درکه کړي دي.

د اختر مېنګل ګوند د لادرکه خلکو تر څنګ د نورو غوښتنو نه پوره کولو په سر د حکومت نه بیل شوې دی او وايي که حکومت شته لادرکه خلک نشي خوشې کولی نو نور خو باېد بې درکه نه کړي.

د پاکستان حکومت څه ۹ کاله وړاندې د لادرکه خلکو رامعلومولو لپاره یو کمېشن هم جوړ کړی وو او دغه کمېشن د نزدی ۶۵۰۰ خلکو یو یو لسټ هم جوړ کړی وو.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG