لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان هايي کورټ د پاکستان د قامي مالياتي کميشن د غړو ټاکل نا قانونه وبلل


د پاکستان صدر عارف علوي د سږ کال د مۍ د مياشتې پر دولسمه نېټه نوټيفيکېشن کړی و چي پکي د وزیراعظم عمران خان د اوسني حکومت د خزانې مشير حفيظ شېخ ، د خزانې د محکمې سيکرېټري پکې د ماهرينو په توګه د کمیشن غړي جوړ کړي وو
د پاکستان صدر عارف علوي د سږ کال د مۍ د مياشتې پر دولسمه نېټه نوټيفيکېشن کړی و چي پکي د وزیراعظم عمران خان د اوسني حکومت د خزانې مشير حفيظ شېخ ، د خزانې د محکمې سيکرېټري پکې د ماهرينو په توګه د کمیشن غړي جوړ کړي وو

د بلوچستان هايي کورټ د پاکستان د قامي مالياتي کميشن د غړو ټاکل نا قانونه وبلل ، عدالت له مرکزي او صوبايي حکومتونو څخه وغوښتل چې د پاکستان د اساسي قانون د مادې يو سل شپيته په رڼا کې دي د کميشن غړي وټاکل شي.

د ايډوکېت کامران مرتضی، ايډوکيټ ساجد ترين ، د بلوچستان دايالتي اسمبلې د غړي اسلم بهوتاني لخوا د لسم اين ايف سي کمينشن د جورښت پر ضد د بلوچستان په هايي کورټ کې جلا جلا درخواستونه لګول شوي وو.

تيره ورځ د بلوچستان د هايي کورټ د مشر جج جسټس جمال مندوخېل او جسټس نذير لانګو په مشرۍ کې د لسم نېشنل فاينانس يا قامي مالياتي کميشن د جوړښت او په کميشن کې د ګمارل شوو غړو پر ضد د کيس اورونه وکړه

د ايډوکيټ ساجد ترين په خبره د عدالت ججانو په خپله فيصله کې د پاکستان د صدر عارف علوي هغه نوټيفکيشن رد کړ په کوم کې چې د قومي مالياتي کميشن غړي ګومارل شوي وو

د پاکستان صدر عارف علوي د سږ کال د مۍ د مياشتې پر دولسمه نېټه نوټيفيکېشن کړی و چي پکي د وزیراعظم عمران خان د اوسني حکومت د خزانې مشير حفيظ شېخ ، د خزانې د محکمې سيکرېټري پکې د ماهرينو په توګه د کمیشن غړي جوړ کړي وو. په نوټيفیکېشن کې د بلوچستان په استازيتوب د جاويد جبار نوم ھم وو د کوم پر ضد چې پښتون او بلوچ قام پاله ګوندونو سخت غبرګون شکاره کړې وو او عدالت ته تللي وو ، ورستو جاويد جبار په خپله د کميشن له غړ‎ څخه لاس واخيست. ۔

د ايډوکېټ ساجد ترين په خبره د بلوچستان هايي کورټ ججانو په خپله فيصله کې له مرکزي حکومت څخه غوښتلي چې د پاکستان د اساسي قانون د مادې تهري اې يو سل شپيته په رڼا کې دي د ايالتونو د برخې ونډې نشي کميدلی، عدالت ويلي چې تر دې وړاندې په اوم اين ايف سي ايوارډ کې د ايالتونو د برخې مالي ونډې کمې کړل شوې وې په داسي کولو د مرکز او ایالتنو تر میان لېري والی راځي۔

عدالت د بلوچستان له ګورنر څخه غوښتي چې د بلوچستان له وزير اعلی او حکومت سره دې په سلا د يو داسي کس نوم په قامي مالياتي کميشن کې واچوي چې هغه په مالي چارو ښه پوه وي ۔

د بلوچستان د هايي کورټ د فيصلې په ھقله مو د ايالتي حکومت نظر د غوښتلو لپاره د ايالتي حکومت له وياند لياقت شاهواني سره تماس ونيوه خو هغه وويل چې د مصروفیت له وجې خبرې نشي کولی۔

د پاکستان د اساسي قانون ماده يو سل شپيه کې ليکل شوي چې د پاکستان صدر پابنده دی چې هر پنځه کاله پس قامي مالياتي کميشن د پنځو کالو لپاره جوړ کړې کوم چې به د پاکستان د څلورو ايالتونو بلوچستان ، خېبر پښتونخوا ، سندھ، پنجاب او د پاکستان د مرکزي حکومت تر اختيار لاندې ګلګت بلتستان او ازادجموکشمير د وفاق او ايالتونو تر ميان د حاصلاتو او د وسايلو برابر او قانوني تقسيم کوي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG