لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قلعه سیف الله کې طالبانو د لېویز دوه عسکر وژلي دي


دې تصویر کې د تیرکال دستوره لیدل کیږي چې حکومت ویلي وو یو شمیر وسله وال تسلیم شوي وو
دې تصویر کې د تیرکال دستوره لیدل کیږي چې حکومت ویلي وو یو شمیر وسله وال تسلیم شوي وو

د بلوچستان په قلعه سیف الله ضلع کې طالبانو د لېویز په ځواکونو ډزې کړې دي او چارواکي وايي دوه عسکر پکې وژل شوې دي.

بلخوا، د بلوچستان حکومت ویلي د ٢٠٠ نه زیات بېلتون خوښو بلوڅانو وسله غورځولي ده او حکومت ته تسلیم شوې دي.

په قلعه سیف الله کې په لېویز حمله د نهې، سه شنبې، په ورځ په جنکشن چوک کې وشوه. دوه عسکر پکې ووژل شو او دوه نور زخمیان وو.

که څه هم حکومتي مامورینو په لېویز د حملې پړه په نامعلومو وسله والو واچوله خو پاکستاني طالبانو د حملې ذمه واري په خپله غاړه واخیسته.

په عین حال کې په کوټه کې یوه دستوره وشوه چې پکې د حکومتي مامورینو ترمخه تر د ٢٥٠ پورې بلوڅ وسله وال حکومت ته تسلیم شول او د حکومت خلاف یې د جنگ نه لاس واخیستلو.

د پخواني بېلتون خوښو د تسلیمېدو په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG