لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: حکومت دیني مدرسې په سکولونو د بدلولو پلان لري


په بلوچستان کې حکومت وايی هلته ټول ټال ۱۳٥۰۰ حکومتي ښونځي دي او نادولتي ادارې وایي شاوخوا ۲۰۰۰ ښونځي غیر فعاله دي
په بلوچستان کې حکومت وايی هلته ټول ټال ۱۳٥۰۰ حکومتي ښونځي دي او نادولتي ادارې وایي شاوخوا ۲۰۰۰ ښونځي غیر فعاله دي

په بلوچستان کې حکومت په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو کار پیل کړی او تراوسه یې شاوخوا ٣٠٠٠ مدرسې د صوبې د تعلیم له څانګي سره راجسټر کړي دي.

د تعلیم د څانګي مرستیال سیکرټري صلاح الدین نورزي ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته وویل، وړاندي به دغه مدرسې د صنعتونو له څانګي سره راجسټر کېدې خو حکومت غوښتل چې دیني مدرسو کې د عصري تعلیم ورکولو نظام غوره کړي.

نوموړي وویل حکومت به په لومړي پړاو کې په کوټه، کلا سیف الله او کلا عبدالله کې په دغه مدرسو کې نزدې ۱۲۰۰۰ ماشومانو ته د زدکړو موقع برابري کړي.

د پاکستان رسنۍ د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو له خولې وایي په بلوچستان کې تر ۱۳۰۰۰ زیاتي دیني مدرسې شتون لري چې زیاتره یي د سني عقیدې د پیرویانو دي، د چارواکو په وینا له دغه مدرسو څخه نزدې نیمایې غیر راجسټر دي.

په بلوچستان کې حکومت وايی هلته ټول ټال ۱۳٥۰۰ حکومتي ښونځي دي او نادولتي ادارې وایي شاوخوا ۲۰۰۰ ښونځي غیر فعاله دي.

وتلی خبریال او څېړونکی سید علي شاه وایي د حیرانتیا خبره دا ده چې د حکومتي ښونځيو په پرتله ټولي مدرسې نه یوازي فعاله دي بلکې استازان یي حاضر، د زدکونکو شمېر یي پوره او په امتحانونو کې یې نقل هم ‌‌‌‌‌‌ډېر کم وي.

د الف اعلان په نوم یوه نادولتي اداره چې په پاکستان کې د تعلیم څانګه له نزدې څاري، په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په بلوچستان کې نیمایي ماشومان چې شمېر ۱.۲ مبلیون جوړیږي له ښونځیو څخه دباندي دي.

مرستیال سیکرټري صلاح الدین نورزی وایي د دې علت د صوبې خوره وره ابادي ده او د حکومت مالي سرچینې ‌‌‌‌‌‌ډېري کمي دي. د ده په وینا په بلوچستان کې د استازانو ۸۰۰۰ ځایونه خالي پراته دي خو حکومت هڅه کوي چې دا ځایونه ‌‌‌‌‌‌زر تر زره ‌‌‌‌‌‌ډک کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG