لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پشین کې بم ٥ کسان وژلې

بلوچستان کې د تیر څه وخت راهسې د ټیټې کچې بغاوت روان دی چرته چې چارواکې وايي بلوڅ قام پرسته والو ډلو د ریاست خلاف وسله راپورته کړې ده
بلوچستان کې د تیر څه وخت راهسې د ټیټې کچې بغاوت روان دی چرته چې چارواکې وايي بلوڅ قام پرسته والو ډلو د ریاست خلاف وسله راپورته کړې ده
د بلوچستان پشین کې د بم چاؤدیدو په نتیجه کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور زخمیان شوي دي. طالبانو د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.
د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې ترمخه، پشین کې بم د پولیسو د یو گاډې لاندې لگول شوی وو او پولیس د معمول په امنیتي دنده کې مصروف وو.
د پولیس ځائي مشر محبوب رشید ای ایف پې ته ویلي بم چاؤدنه کې درې پولیس او دوه ملکې کسان وژل شوي دي. پنځه کسان د مسافرو په یو بس زخمي شو.
د طالبانو یو ترجمان چې مطبوعاتو خپل ځان د شاهد الله شاهد په نوم معارفي کوي، پشین کې د حملې ذمه واري قبوله کړې ده. هغه وویل حمله يي دیر کې د امنیتي ځواکونو دلاسه د خپلو ١٢ ملگرو د وژل کیدو په بدل کې کړې ده. هغه وویل دغه کسان د امنیتي ځواکونو په ولکه کې وو خو ځواکونه وايي وسله وال د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.
بلوچستان کې د تیر څه وخت راهسې د ټیټې کچې بغاوت روان دی چرته چې چارواکې وايي بلوڅ قام پرسته والو ډلو د ریاست خلاف وسله راپورته کړې ده.
بلوڅ قام پرسته ډلې د زیاته صوبائي خپلواکي او د صوبې به قدرتي وسیلو زیات اختیار غواړي.
حکومتي چارواکې په بلوڅ وسله والو ډلو صوبه کې د تشدد ذمه واري اچوي. تشدد زیاتره بلوڅې ژبه ویونکو په سېمو کې لیدلی کیږي.
پشین د بلوچستان مرکزي ښار کوټې نه شا او خوا ۴٠ کلومیټره لرې په شمال کې پروته د پښتنو اکثریتي سیمه ده.
This item is part of
XS
SM
MD
LG