لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځلاند خاؤرې شو


ابوالخیر ځلاند د کال ٢٠١۴ د جنورۍ د میاشت په اتمه نیټه کوټه کې د ٧٥ کلونو په عمر کې په حق ورسیدو(خدائی دې وبخښې).
ابوالخیر ځلاند د کال ٢٠١۴ د جنورۍ د میاشت په اتمه نیټه کوټه کې د ٧٥ کلونو په عمر کې په حق ورسیدو(خدائی دې وبخښې).
ابوالخیر ځلاند ـ د جنوبي پښتونخوا په روشن فکره خاوره اصلاح پاله شاعر او لیکوال وو خو په سیاسي فکر يي ځېنې "شنې سایې" هم غوړیدلې وې.
د اروا ښاد په شعر او شاعري، ادب او شخصیت باندې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو یوې تنقیدي کتنې د هغه فکر په څو برخو کې نغاړلی. نوموړي په خپل شعرونو کې د اولس ځېنې نیمگړتیاو د اصلاح هڅه کړې او د ښځې سره ټولنیز بد چلند او یا د ټولنې ظلم ته د ښځې فریاد او درد د پښتو ادب مشهور صنف "انگۍ" کې په چغو سورو ور بدل کړی دی. لکه وايي:
زما د پاره دې ساړه اهونه
دزوئ دپاره خوشحالۍ جشنونه
زما په زو کړه یاست ځړاند سرونه
دزوې پر وارې یاست ځلاند مخونه
زما بابکه! زما خوږه بابکه
د شعر او شاعري اصلاحي اړخ: اروا ښاد ځلاند په پښتنې ټولنه کې د انجونو په زوکړه باندې د نه خوشحاله کیدو، هر وخت د زامنو ارمان او د حقونو نه ورکولو په هکله ډیر څه لیکلې دي خو عمومي، اولسي بد بختۍ يي هم د قلم او ټکو په زور ورښکاره کړې.
څیړونکې او محقق ډاکټر عبدالروف رفیقي وايي که څه هم ابوالخیر ځلاند ډیر مهمې ځانگړنې درلودې خو هغه په کاکړ سیمه کې د ودونو په مهال د ښځو ځانگړی منظوم نصف "انگۍ" باندې ډیر کار کړی وو، د انگیو تاریخ او ددې د ویلو طرز ته يي ژوره کتنه کړې وه.
انگۍ په پشتنې ټولنه کې هغه نیمگړتیاوې راڅرگندوي چې یو شمیر میرمنې ورسره مخ دي. ځلاند صیب د انگیو زیاتره برخه په خپل یو کتاب "د نیمې نړۍ فریاد" کې راغونډه کړې وه.
د ماشومانو لپاره شاعري: د پښتو اولسي یا فوکلوري ادب د ماشومانولپاره یو څه برخه لري خو د پښتنو شاعرانو څخه اکثره دا گیله کیږي چې ماشومانو لپاره یا خو يي څه نه دي لیکلې او یا بیا ډیر کم لیکل شوي دي. اروا ښاد ابو الخیر ځلاند د ماشومانو لپاره په زړه پورې شاعري کړې، په دې کې له ځانگو څخه د کوچنېوالي تر لوبو پورې او بیا په مکتب کې تر زدکړو پورې يي نه یواځې په ټولنه کې مخ په ورکیدو نظمونه راغونډ کړې وو بلکه ماشومانو ته يي په خپل شعرونو کې د علم ارزښت ښودلی دی.

ستا قام ډیر اړ دی پوهې ته
د قلم و روشنائې ته
علم وکه ځان سره زر که
ځان په دا کیمیا خبرکه
دارواح ښاد ځلاند فکر: څیړونکی او لیکونکی خان زمان کاکړ وايي ابوالخیر ځلاند په پښتو، په خپله سیمه ایزه لهجه او ماشومانو باندې مین وو، د پښتنو ښځو د ژوند او حالت ژور احساس يي درلود خو د "انگیو" چې يي څه ډول څیړنه کړې دا یوه دودیزه تشریح او مذهبي نقطه نظر بللی شو. په کومه سیمه کې چې د انگیو مهم پښتنې شعري صنف تخلیق شوی هلته د ژوند، جنس، واده او مزاحمت خپل نړۍ لید او مقامیت دی دغه ته کوم روایتي مذهبي رنگ نه دی ورکول پکار. خو د پښتو اکادمۍ بلوچستان پخوانئ جنرل سیکرټري او لیکوال خلیل باور وايي نوموړې په پښتنې ټولنه کې موجود نیمگړتیاوې په گوته کولې او ددې د اصلاح هڅه يي کوله.

ابوالخیر ځلاند د کال ٢٠١۴ د جنورۍ د میاشت په اتمه نیټه کوټه کې د ٧٥ کلونو په عمر کې په حق ورسیدو(خدائی دې وبخښې).

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG