لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان مشر وزیر وايي صوبه کې حکومتي اډاڼه ماته ده

د بلوچستان اعلا وزیز ډاکټر عبدالمالک
د بلوچستان اعلا وزیز ډاکټر عبدالمالک
بلوچستان کې حکومتي انتظامیه ماته ده او تاثر دا جوړ شوی دی چې حکومتي چارواکې د اولس خدمت کولو په ځائي د اولس مالکان دي، دا خبره د بلوچستان مشر یا سینئر وزیر عبدالرحیم زیارت وال کړې ده.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې ښاغلي زیارت وال بلوچستان کې د امن او امان د نشتوالې په هکله وویل صوبه کې د بلوڅو په سېمو کې د ټیټې کچې انسرجنسي یا بعاوت روان دی او د حکومت کوشش دی چې د خبرو اترو د لارې د مسلې حل راویستلی شي.
د زیارت په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرویزکیاني د بلوچستان دوره وکړه او د اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک سره يي صوبه کې د ورستي حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې یا ائي ایس پې ار ویلي جنرل کیاني ډاکټر عبدالمالک ته صوبه کې د امن او امان په لړ کې د پوځ لخوا د کومک یقین ورکړو.
که څه هم د پوځي مشر لخوا بلوچستان کې د امنیت پرځائې کولو په لړ کې د مدد ژمنه شوي، ځېنې قام پرست بلوڅ مشران او بیلتون خوښې وسله والې ډلې خپله په پوځ او امنیتي ادارو بلوچستان کې په تشدد کې د ککړتیا الزام لگوي.
د پاکستان سپریم کورټ یا د هیواد تر ټولو لوې عدالت وخت په وخت بلوچستان کې د بې درکه بلوڅ وگړو درک لگولو په لړ کې د استخباراتي ادارو چارواکو ته حکمونه ورکوي. د بې درکه بلوڅانو خپل خپلوان په ریاستي ادارو خلکو په بې قانونه توگه د نیولو الزام لگوي.
بلوچستان کې د صحت د محکمې احتجاج کونکې کارکن
بلوچستان کې د صحت د محکمې احتجاج کونکې کارکن

بلوچستان چې د رقبې په لحاظ دپاکستان ترټولو لویه او په قدرتي وسائلو سنباله صوبه ده، هلته بلوڅ قام پرست وايي د صوبه په وسائلو دې ورته زیات واک اختیار ورکړی شي. خو که یو خوا مرکزی حکومتونه وايي صوبه کې د پرمختگ یو شمیر منصوبې شورو کړې دي بلخوا په وسله والو بلوڅ ډلو د حکومت خلاف د حملو الزامات لگوي.
بلوچستان کې د ورستي حال په هکله واشنگټن کې د ډیوه ریډیو خبریال نصیر احمد کاکړ رپورټ تاسو دلته اوریی شۍ:
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
Direct link
XS
SM
MD
LG