لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: که څوک ناقانونه ډلو ته چندې ورکړي سزا به ورکړل شي


په دې اشتهار کې- چې خلک یې له مرستې منع شوي- د لښکرِ جنګوي، جیش محمد، لښکرِ طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټۍ، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ آرمي، جیش اسلام، داعش، جماعت الدعوۃ او فلاح انسانیت فاونډېشن په شمول د ۷۲ هغو ډلو نومونه یاد شوي، چې په پاکستان کې یې پر فعالیت بندیز دی
په دې اشتهار کې- چې خلک یې له مرستې منع شوي- د لښکرِ جنګوي، جیش محمد، لښکرِ طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټۍ، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ آرمي، جیش اسلام، داعش، جماعت الدعوۃ او فلاح انسانیت فاونډېشن په شمول د ۷۲ هغو ډلو نومونه یاد شوي، چې په پاکستان کې یې پر فعالیت بندیز دی

د پاکستان اکثرو ورځپاڼو د حکومت له خوا یو اعلان خپور کړی، چې پکې خلک په ترهګرۍ کې ښکېلو تنظیمونو ته له چندو ورکولو منع شوي دي. په دې اعلان کې د ۷۲ هغو ډلو نومونه ذکر شوي، چې پر فعالیت یې بندیز لګېدلی دي.

دغه اعلان یا اشتهار د پاکستان د داخله چارو وزارت له خوا په اردو ژبه خپور شوی او خلکو ته پکې ویل شوي، چې دوی دې خیراتونه او نذرانې ضرور ورکړي، خو که داسې کوم تنظیم ته یې مرسته یا خیرات ورکړ، چې په ترهګرۍ کې لاس لري، نو سزا به ورکړل شي

په دې اشتهار کې- چې خلک یې له مرستې منع شوي- د لښکرِ جنګوي، جیش محمد، لښکرِ طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټۍ، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ آرمي، جیش اسلام، داعش، جماعت الدعوۃ او فلاح انسانیت فاونډېشن په شمول د ۷۲ هغو ډلو نومونه یاد شوي، چې په پاکستان کې یې پر فعالیت بندیز دی او یا یې فعالیت مشکوک دی او تر څارنې لاندې دي.

په اشتهار کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که دغو ډلو ته خیرات او صدقې ورکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي. د اشتهار په یوه برخه کې راغلي، چې ناقانونه اعلان شوو ډلو ته د مرسته او خیرات ورکوونکو کسانو جایدادونه به ضبط کړل شي:

"یاد ولرئ د ترهګرۍ ضد ۱۹۹۷م کال د ایکټ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۴۸م کال د ایکټ له مخې غیرقانوني اعلان شوي یا تر څارنې لاندې تنظیمونو ته هر ډول مرسته او ملاتړ قانوناً جرم دی، چې سزا یې له ۵ تر ۱۰ کلونو ده، که څوک دا جرم وکړي یو کروړ جرمانه یا دواړه سزاوې به ورکول کېږي"

ځینې سیاسي څېړونکي وایي، د هغو ډلو د چندو او مرستو ټولولو مخنیوی ګران دي، چې په ترهګرۍ کې لاس لري، ځکه وایي پر دوی پخوا هم بندیزونه لګېدلي، خو دوی بیا- بیا په نورو نومونو فعالیت پیل کړی دی.

پاکستان دا ګام په داسې حال کې اخیستی، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډله په روانه جنورۍ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي او د هغه ډلو په ضد د پاکستان ګامونه وڅاري، چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په لیسټ کې شاملې کړې دي، خو دوی بیا هم فعالیت کوي او له خلکو ښکاره چندې ټولوي

ایف اې ټي ایف یا د مالي عمل کاري ځواک یوه نړیواله اداره ده، چې د پیسو مینځلو یا غیرقانوني پیسو او د ترهګرۍ لپاره د مالي مرستو په ضد جنګېږي، پاکستان ته په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې د ترهګرو د مالي سرچینو په بندولو کې ناکامه شوی او ممکن د څارنې په فهرست کې شامل شي.

پر پاکستان په نړیواله توګه تور لګېږي، چې د ځینو توندروه مذهبي ډلو مرسته او ملاتړ کوي، خو سره له دې چې پاکستان دا تورونه بیا- بیا رد کړي دي، خو د هغو ډلو نومونه یې په دې اشتهار کې نه دي شامل کړي، چې په افغانستان کې جنګېږي او په پاکستان کې په جوماتونو کې ښکاره چندې ټولوي.

د پاکستان په ټولو صوبو خصوصاً خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وخت په وخت لیدل شوي، چې د افغان طالبانو لپاره چندې او بسپنې را ټولېږي. په تېر ۲۰۱۷م کال کې هم د بلوچستان د ږوب سیمې د جامع جومات امام مولوي الله داد په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي وو، چې له افغان طالبانو سره مالي مرستې وکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG