لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اګست 24م د سپين تنګي د خدايي خدمتګارو د وژنې ورځ ونمانځل شوه


د تاريخ استاد او د باچا خان (عبدالغفار خان) په خدايي خدمتګار تحريک پي ايچ ‌‌‌‌‌‌ډي ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سيد وقار علي شاه وايي "دا د کال 1930م د اګست 24مه نېټه وه چې د قابض انګرېز زورواکي حکومت د بنو په سپين تنګي کې په بې وسلې او د باچا خان د عدم تشدد فلسفې د منونکو په احتجاجي جلوس ناتاره ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړې او نزدې 80 تنه يې شهيدان کړل".

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه د اسلام اباد په قايد اعظم پوهنتون کې د تاريخ استاد دی او په ياد پوهنتون کې د تاريخ د څانګې مشر او وايس چانسلر پاتې شوی دی.

ډاکټر وقار علي شاه وایي ‌‌‌‌‌په کال 1929م کې ال انډیا کانګرس پرېکړه وکړه چې انګرېز دې په مکمله توګه د هندوستان نه ووځي او د هند د سواراج يعنې مکملې ازادۍ اعلان يې وکړو او د دې سره يې د انګرېز د لګولو ټيکسونو او په خاصه توګه د مالګې د ټيکس ورکولو نه انکار وکړو او د دلته نه د سېول نافرمانۍ تحريک پيل شو.

د تاريخ پوهانو تر مخه د هند د نورو سيمو په حمايت کې د پېښور د کانګرس ملاتړو هم په قيصه خوانۍ کې د 23م اپريل کال 1930م د خونړۍ پېښې نه لس اته ورځې وړاندې احتجاجي جلوس ايستلی وو چې د ګډونوالو شمېر يې ‌‌‌‌‌‌ډېر کم وو او ځکه انګرېز د دوی خلاف هيڅ ګام نه وو اخیستی.

ډاګټر وقار علي شاه وايي سر اولف کيرو چې په پښتنو يې "دي پټان" نومې کتاب هم ليکلی هغه وخت د پېښور مجسټرېټ و، په خپله ‌‌‌‌‌‌ډایرۍ کې ليکلي چې "د کانګرس نه هيڅ خطر نه وو ځکه د هغوی خلاف د څه کولو حاجت پېښ نه شو" او زياتوي "خو چې کله خدايي خدمتګارو د کانګرس د ياد کال 23م اپريل په جلسه جلوس کې د ګډون اعلان وکړو نو انتظاميه شپه په شپه په حرکت کې شوه او د پېښور د خوا و شا کلو بانډو خدايي خدمتګاران يې په ګڼ شمېر کې ونيول او په ښار کې هم د کانګرس په غړو چاپې ووهل شوې".

‌‌‌‌‌‌د ډاکټر وقار علي شاه په وینا په دې وخت کې په چارسده کې د خدايي خدمتګارو کالنۍ غونډه روانه وه او کله چې د پېښور د کانګرس غړو ته اندازه وشوه چې دوی په يواځې ځان د سېول نافرمانۍ تحريک مخکې نه شي بوتلی نو مشران يې باچا خان ته چارسدې ته لاړل او د هغوی نه يې مرسته وغوښته چې هغوی ومنله او فيصله وشوه چې د قيصه خوانۍ په احتجاج کې به ګډون کوي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي د دې اعلان وروسته د انګرېز راج د هغه وخت د پېښور مجسټريټ اولف کېرو د ‌‌‌‌‌‌ډایرۍ تر مخه دوی ته د شپې پورې هيڅ نه وه معلومه چې خدايي خدمتګار به د کانګرس ملاتړ اعلان کړي خو چې کله باچا خان يې ملګرتيا وکړه نو نيول بندول پيل شو.

په 23م اپريل د قيصه خوانۍ په احتجاج کې د ګډون د پاره باچا خان سره د ملګرو د چارسدې نه پېښور ته روان وو او د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه په وينا پېښور ته پرې نښودل شو بلکې په نهقۍ تاڼه کې ونيول شوو او بيرته چارسدې ته واستول شوو.

هلته په پېښور ښار کې د حکومت د تېرې شپې په چاپو کې د ګرفتارۍ نه بچ شوو دوه کانګرسي مشرانو الله بخش او غلام رباني سيټي فيصله کړې وه چې ځان به په رڼا ورځ د کابلۍ تاڼې ته سپاري او دغه شان د ګرفتارۍ ورکولو جلوس د ګنټه ګر نه کابلۍ ته روان شو چې ورو په ورو غټېدو.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي جلوس غټ شو نو د کابلۍ تاڼې پوليس افسر و وېرېدو او پوځي چاوڼۍ ته يې اطلاع وکړه چې خلک پرې حمله کوي نو د انګرېز پوځ ارمر‌‌‌‌‌‌ډ ځواک دومره په غصه کې راورسېد چې وړومبي بکتربند ګا‌‌‌‌‌‌ډي يې 14 تنه وچقول چې له سوبه يې په خلکو کې قهر خور شو او ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي دغلته عبدالرحمان نومي تن چې په ماني مشهور وو په موټر سايکل روان يو بدبخته انګرېز چې خپل ‌‌‌‌‌‌ډاک وصولولو ته راغلی وو په تبر نيم کړو چې انګرېزان يې ولړزول. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار وايي عبدالرحمان يې ليدلی وو او د دې پېښې په اړه يې ترې پوښتلي وو.

د ډاکټر وقار علي شاه په وینا انګرېزانو په پښتنو پسې د نېپاليانو يوه ځانګړې جنګي ‌‌‌‌‌‌ډله د ګورکا په نوم جوړه کړې وه چې هغه وخت یې کمانډ د چندرن سينګ په لاس کې وو او هغه د انګرېز افسر د دې حکم نه انکار وکړو چې په ولس دې ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړي نو په هغه دې انګرېز افسر ‌‌‌‌‌‌ډز وکړو خوږ يې کړو او کورټ مارشل يې کړو چې اوس انګرېز افسران د دې کار د پاره وټاکي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي نزدې څلور ساعته ‌‌‌‌‌‌ډزې وشوې چې پکې نزدې 250 خلک ووژل شول او 1000 ته نزدې ژوبل شول او وايي خبره به راځي راځي سپين تنګي ته به راځي خو د قيصه خوانۍ نه وړاندې په 28م می په ټکر کې ګڼ شمېر پښتانه احتجاج کوونکي ووژل شول او هم د يادې مياشتې په 31مه نېټه بله خونړۍ پېښه وشوه چې د پېښور د بازار کلان د شهيدانو په نوم ياديږي.

د قيصه خوانۍ او نورو پېښو د غندلو سره سره د باچا خان او د هغه د ملګرو د نيولو خلاف په ټوله صوبه کې احتجاج شورو شو او ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي سپين تنګی يې اخري ظلم نه بلکې د پاکستان جوړېدو نزدې يو کال وروسته هم پاکستاني امنيتي ځواکونو د قيوم خان په حکم په چارسده کې د بابړې غوندې خونړي کارونه وکړل چې د 600 نه زيات پښتانه احتجاج کوونکي يې په يوه ورځ ووژل.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي باچا خان به د پاکستان واکدارانو ته ويل دا څنګه ازادي ده چې د ملک جوړېدو کال وروسته هم د پاکستان د پوځ د پوليس د بيوراکرېسي او ان تر دې چې د صوبو ګورنران انګرېزان دي خو د دې په مقابل کې د ازاد شوي هند هر څه خپل دي؟ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صيب وايي "دا خبره نه په انګرېز او نه په پاکستاني واکدارانو ښه لګېده".

د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صيب د معلوماتو تر مخه په 24م اګست 1930م د بنو د احتجاجي جلسې اعلان وشو او د غونډې دپاره د منځ ځای وټاکل شو چې ورته د نورو سره سره خټک، مروت، بنوڅي، وزير او مسيد هم په ګڼ شمېر کې راغلل خو د انګرېز يو بدخويه او ظالم انسپېکټر ايشکرافټ دا غونډه په هيڅ حال نه منله که هر څومره هم دا د امن احتجاج وو.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي د جلسې مشري قاضي فضل قادر کوله چې څنګه جلسه پيل شوه انګرېز انسپېکټر ايشکرافټ سټيج ته وختلو او ‌‌‌‌‌‌ډېر په بې عزتۍ يې قاضي فضل قادر د سټيج نه کوزولو چې هغه ترې ځان وژغورو نو ايشکرافټ هغه په تماچه څلور ‌‌‌‌‌‌ډزې وويشت، هنګامه جوړه شوه او يو ځايي ځوان چې غندل خان لا جندل شاه نوم يې بيان شوی او د وښو لور (لر) ورسره وو د ايشکرافټ مرۍ یې پرې و رېبله. ډاکټر وقار علي شاه په یاده پېښه د ډاکټر سهېل خان د ریسرچ ‌ذکر کوي چې هغه د پي اېچ ډي خپله مقاله کې د عبدالکبر خان اکبر د کتاب "د برصغیر په ازادۍ کې د پښتنو برخه او زماد ژوند سره تړلي حالات" کې د ایشکرافت د مبینه وژونکي نوم جندل شاه لیکلی دی.

دې خبر انګرېز نور هم وقهرول او ‌‌‌‌‌‌ناترسه ‌‌‌‌‌‌ډزې يې وکړې چې د معلومو شمېرو تر مخه 80 تنه ووژل شول او د 1000 نه زيات ټپيان شول او ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي قاضي فضل قادر يې په زخمي لا مړ حالت کې د بنو جېل ته يووړ چې بيا يې مړی 14 کاله قيد کړل شو او په ياد جېل کې د سزا دپاره ښخ کړل شو.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي "حيران يم پيرنګی چې ځان مهذب مني د کوم قانون لاندې مړي ته د څوارلس کالو سزا ورکړه چې خپلوانو ته د سپارلو په ځای يې په جېل کې ښخ کړو؟".

‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه وايي اقتدار ته د عوامي نيشنل ګوند تر راتلو وروسته د بنو دغه جېل ونړول شو او په هغه مځکه قاضي فضل قادر پارک جوړ کړل شو چې د ياد خدايي خدمتګار قبر يې يو تاريخي يادګار دی.

XS
SM
MD
LG