لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لینډ ته په ماتې ورکولو پاکستان دټي20نړیوال کپ فاینل ته ورسیدو


دنیوزي لینډ لخوا پاکستان ته د ورکړل شوي 153 منډو دهدف ترسره کولو لپاره چې کله پاکستان خپل اننګز پیل کړو نو دپاکستان دوؤ لمړیو توپ وهونکو بابر اعظم اؤ محمد رضوان غوره لوبه وکړه اؤ‌ په ګډه یې دپاکستان منډې تر 100 واړولې
دنیوزي لینډ لخوا پاکستان ته د ورکړل شوي 153 منډو دهدف ترسره کولو لپاره چې کله پاکستان خپل اننګز پیل کړو نو دپاکستان دوؤ لمړیو توپ وهونکو بابر اعظم اؤ محمد رضوان غوره لوبه وکړه اؤ‌ په ګډه یې دپاکستان منډې تر 100 واړولې

دټي20 کرکټ دنړیوال کپ دسیالیو په وړومبي سیمي فاینل کې پاکستان نیوزي لینډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته رسیدلی دی.

د چهارشنبې په ورځ دسډني په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوي سیمي فایل کې د نیوزي لینډ کپتان کین ولیمسن دټاس (پچې) ګټلو وروسته اول د بیټنګ پرېکړه وکړه اؤ په ټاکلو 20 اوررونو کې دنیوزي لینډ لوبډلې 152 رنز جوړ کړل اؤ پاکستان ته یې د 153 منډو هدف ورکړو.

پاکستان دا هدف په وروستي اوور کې په داسې حال کې ترسره کړو چې بابر اعظم اؤ محمد رضوان تر 50،50 زیاتې منډې جوړې کړې.

دنیوزي لینډ لوبغاړي چې کله بیټنګ ته راووتل نو دپاکستان باولر شاهین شاه اپریدي په وړومبي اوور کې دنیوزي لینډ توپ وهونکی فن ایلن یوازې دڅلورو منډو په جوړولو وسوځولو.

تر دې وروسته دمحمد نواز په بال ګلین فلپس اؤ دشاهین شاه اپریدي په بال کپتان ولیمسن وسوځیدل.

دنیوزي لینډ فن ایلن څلور، ډیون کونوی 21،کین ولیمسن 46، اؤ ګلین فلپس په شپږو منډو جوړولو بریالي شول.

ډیرل مچیل په 53 اؤ جیمز نیشم په 16 منډو ناسوځیدلي پاتې شول.

دنیوزي لینډ لخوا پاکستان ته د ورکړل شوي 153 منډو دهدف ترسره کولو لپاره چې کله پاکستان خپل اننګز پیل کړو نو دپاکستان دوؤ لمړیو توپ وهونکو بابر اعظم اؤ محمد رضوان غوره لوبه وکړه اؤ‌ په ګډه یې دپاکستان منډې تر 100 واړولې.

خو وروسته بابر اعظم په 53 اؤ محمد رضوان په 57منډو جوړولو وسوځيدل.

وروسته دپاکستان محمد حارث هم په 30 منډو جوړولو وتوانیدلو.

تر دې وړاندې هم ټی د 20 کرکټ نړیوال کپ کې دنیوزي لینډی اؤ پاکستان ټیمونو شپږ ځله دیو بل سره په نیمه پائ لوبو کې د یو بل سره سیالیو ته وتلي وؤ چې پکې پاکستان څلور ځله اؤ نیوزي لینډ دوه ځله بریالی شوی دی

د پاکستان او نیوزي لینډ تر منځه شوې مهمې لوبې

نیوزي لینډ تر اوسه د ټي ټویني کپ ندی ګټلې البته پاکستان په 2009 کې دا کپ د یونس خان په مشرۍ کې ګټلی ؤ.

نیوزي لینډ ته پاکستان د 1992 ورلډ کپ د سیالیو په سیمي فاینل کې ماتې ورکړې وه.

پاکستان هغه وخت هم ډېر په ګرانه سیمي فاینل ته وتی ؤ او بیا یې ورلډ کپ هم ګټلې ؤ.

په 1999 کې هم پاکستان په ورلډ کپ سیمي فاینل لوبه کې نیوزي لینډ ته ماتې ورکړې وه.

پاکستان د 1986 کپ سیمي فاینل کې د نیوزي لینډ لوبډله په 46 رنزونو سوزولې وه او دغه هدف یې بې د کوم لوبغاړي سوزیدلو پوره کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG