لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نزدې اتلس کاله پس کوربه پاکستان د سویلي افریقې پرضد د ټیسټ مقابلو ټورنامنټ ګټلی


د پاکستان په خاوره د کرکټ نړیوالې سیالۍ هغه وخت وځنډیدې کله چې کال ۲۰۰۹ مارچ په میاشته کې د سري لنکا کرکټ لوبډلې په بس د لاهور قذافي میدان سره نزدې د وسله والو لخوه ډزې اوشوې او ددغې ورستو پاکستان ته د نړیوال کرکټ لوبغاړو تګ بند شو
د پاکستان په خاوره د کرکټ نړیوالې سیالۍ هغه وخت وځنډیدې کله چې کال ۲۰۰۹ مارچ په میاشته کې د سري لنکا کرکټ لوبډلې په بس د لاهور قذافي میدان سره نزدې د وسله والو لخوه ډزې اوشوې او ددغې ورستو پاکستان ته د نړیوال کرکټ لوبغاړو تګ بند شو

پاکستان ته د سویلي افریقه کرکټ ډلې د کال ۲۰۰۷ راپدیخوه لمړۍ دوره وه او قریباً اتلس کاله پس کوربه پاکستان د سویلي افریقې پرضد د ټیسټ سیریز وګټلو.

د پاکستان په خاوره د کرکټ نړیوالې سیالۍ هغه وخت وځنډیدې کله چې کال ۲۰۰۹ مارچ په میاشته کې د سري لنکا کرکټ لوبډلې په بس د لاهور قذافي میدان سره نزدې د وسله والو لخوه ډزې اوشوې او ددغې ورستو پاکستان ته د نړیوال کرکټ لوبغاړو تګ بند شو.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په کال ۲۰۱۳ او د کینیا ډلې په کال ۲۰۱۴کې د پاکستان سفر وکړو خو دغه دواړه سفرې د نړیوال معیار په ذومره کې نه دي شمار شوي.

د ۲۰۱۵ می په میاشت کې د زمبابوی کرکټ لوبغاړو پاکستان ته سفر وکړو او ورته تود هرکلی په قذافي میدان د لمړۍ لوبې په مهال وویل شو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د اکتوبر میاشتې په ۱۸ نویشته شوي خپل رپورټ کې دعوه کړې وه چې ددغه سفر په وخت د پاکستان کرکټ بورډ لخوه د زمبابوی هر لوبغاړي ته ۱۲نیم زره امریکايي ډالر ورکړې وې او ورپسې د ویسټ انډیز لوبغاړو ته هم دا ډول پیسې ورکړی شوې. خو ورستو د پاکستان کرکټ بورډ هغه خبرونه رد کړل چې ګنې خارجي لوبغاړو ته اضافه پیسې پاکستان د سفر لپاره ورکړې وې.

په کال ۲۰۱۸ کې د ویسټ انډیز لوبډلې د پاکستان سفر وکړو. د کال ۲۰۱۹ د می په میاشت کې په سینګاپور کې د اېسیايي کرکټ کونسل په غونډه کې د پاکستان کرکټ بورډ د سري لنکا ډلې ته بلنه ورکړه. د جولای په میاشت کې د سري لنکا امنیتي چارو ماهیرینو یو وفد د پاکستان د کرکټ میدانونو د امنیتي ګامونو جاج واخستو او په امنیتی ګامونو د اطمینان ښکاره کولو ورستو د سري لنکا د سپورټس وزیر د اکتوبر په میاشته کې پاکستان ته د سفر او د دریو یو ورځنئ لوبو کولو لوظنامه څرګند کړه. د ستمبر په میاشته کې لوبغاړو نومونه اعلان کړی شول خو هم دغه میاشته کې د سري لنکا حکومت ته خفیه معلومات ترلاسه شول چې پاکستان ته د سفر په وخت د دوئ لوبغاړي د برید لاندې راتلی شي.

وروسته د سري لنکا امنیتي چارواکو پاکستان ته د سفر لپاره حالات برابر وبلل او ددغې نه پس یې خپل لوبغاړي ستمبر په میاشت کې پاکستان ته ولیږل. دغه سفر کې د سری لنکا قامي کرکټ ډلې یو شمیر لوبغاړو انکار هم کړی وو.

د کال ۲۰۲۰ جنوري په میاشت کې د بنګلادیش او پاکستان کرکټ بورډونو ترمینځ د اوږدو بحثونو ورستو د بنګلادیش کرکټ ډلې د پاکستان سفر ته غاړه کیښوده.

د سویلی افریقه کرکټ ډلې پاکستان ته سفر د روان کال په جنورئ میاشت کې د کال ۲۰۰۷ نه راپدیخوه په لمړي وار شوی او ددې ورستو د برطانیی کرکټ بورډ اعلان کړی چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې به پاکستان ته سفر کوي. دا به د کال ۲۰۰۵ نه راپدیخوه د برطانیی د کرکټ لوبډلې پاکستان ته لمړئ سفر وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG