لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان انتخابي کمیشن د ضمني انتخاباتو نتیجې اعلان کړي


عوامي نيشنل پارټۍ د عمران خان نه خپله چوکۍ بيرته وگټله
عوامي نيشنل پارټۍ د عمران خان نه خپله چوکۍ بيرته وگټله
د زيارت په ورځ پاکستان کې ترسره شوؤ ضمني انتخاباتو کې د پيښور د حلقه اين اى ون د سيټ په گټلو عوامي نيشنل پارټي سخته خوشحالي کوي اؤ دغه گټه په اصل کې په خيبرپښتونخوا صوبه کې دتحريک انصاف ماتې گرځوي .
په ټول ملک کې د قومي اؤ صوبايي اسمبلو په ٤١ؤ چوکو د زيارت په ورځ انتخابات ترسره شوي وؤ چې پکښې دپاکستان په مرکز اؤ پنجاب صوبه کې واکمن گوند دقومي اسمبلۍ پينځۀ ،دپنجاب اسمبلۍ ١١اؤ دبلوچستان اسمبلۍ دوه چوکۍ گټلي دي.
پپپلزگوند دقومي اسمبلۍ درې،دپنجاب دوه اؤ دسندهـ اسمبلۍ يوه چوکۍ ترلاسه کړې ده.
پاکستان تحريک انصاف په دغو ضمني ټولټاکنو کې د قومي اسمبلۍ دوه،د پنجاب اسمبلۍ دوه اؤ د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ يوه چوکۍ گټلې ده.
پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ هم په بلوچستان کې د محمود خان اچکزي لخوا خالي کړل شوې چوکۍ بيرته ترلاسه کړې ده.
دنوښار اين اى ٥ اؤ پي کى ٢٧م په ٩ؤ پولنگ سټيشنو به بيا دسره ووټونه کيږي ځکه چې دميډيا راپورونو لۀ مخې په دغو پولنگ سټيشنو ښځوته د ووټونو اچولو اجازه نۀ وه ورکړل شوې.
عوامي نيشنل پارټۍ هم دقومي اسمبلۍ اؤ خيبرپښتونخوا اسمبلۍ يوه يوه چوکۍ گټلې ده خو عوامي نيشنل پارټي په دغه گټه زياته خوشحاله ده اؤ وايي چې دپيښور دحلقه اين اى ون څخه د تحريک انصاف دمشر عمران په خالي شوي نشست د حاجي غلام احمد بلور گټه دا ښايي چې پښتنو د عمران خان سونامي مسترد کړې اؤ د عوامي نيشنل پارټۍ په پاليسو يې باور څرگند کړى دى.
په عامو انتخاباتو کې د پيښور د حلقه اين اى ون چوکۍ عمران خان په ډير دروند اکثريت سره د اى اين پي د غلام احمد بلور څخه گټلې وه خو وروستو هغه د خپلې پلرنۍ سيمې ميانوالي اؤ پيښور گټلې د قومي اسمبلۍ چوکۍ پريښوې اؤ دپنجاب دپينډۍ سيمې چوکۍ يې دځان سره وساتله.
په دغو دواړو خلقو ضمني انتخاباتو کې دعمران خان پارټۍ شکست وخوړلو اؤ د ميانوالي اين اى ٧١چوکۍ ترې د پاکستان مسلم ليگ ن عبيدالله شادي خيل اؤ دپيښور چوکۍ ترې دعوامي نيشنل پارټۍ وگټله.
د جمعې په ورځ دعوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر سناتور حاجي عديل وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل د حاجي بلور کاميابي په اصل کې د اى اين پي په پاليسو داولس د باور څرگندونه ده.
هغه وويل د عمران خان سونامي کمپيوټرائزډ وه چې ريموټ يې د اي ايس اي دپخواني مشر جنرال ريټائرډ شجاعت پاشا په لاسو کې ؤ اؤ هغه ددې سونامي مخه د ملک په څلورو واړو صوبو کې يواځي د خيبرپښتونخوا صوبې هاغو برخو ته راگرځولې وه چرته چې اى اين پي ژورې جرړې لرلې .
خو نن چې د جنرال پاشا د لاس نه دغه ريموټ غورځيدلى نو پښتنو ثابته کړه چې د اى اين پي سره مينه لري.
دعوامي نيشنل پارټۍ په دغه مهم نشسټ گټلو د اى اين پي ټول کارکنان په سرکونو جشنونه کوي اؤ دکارکنانو لخوا د خوشحالۍ په ډزو کولو پوليسو د حاجي غلام احمد اؤ د هغۀ دورارۀ هارون بلور خلاف پرچې هم کټ کړي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG