لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ضمني ټولټاکنې، يو شمير سيمو کې دښځو په ووټونو بنديز


پاکستان کې دزيارت په ورځ دقومي اؤ صوبائي اسمبلۍ په ٤١ حلقو کې دضمني انتخاباتو لپاره ووټونه اچول کيږي خو وئيل کيږي دقبائيلي سيمو په گډون يو شمير سيمو کې ښځې په انتخاباتو کې ووټونو اچولو ته نۀ دي پريښودل شوي.
دخيبرپښتونخوا په نوښار اؤ لکي مروت سيمو کې مقامي مشرانو اؤ جرگو دښځو په ووټونو اچولو په نااعلانه ډول پابندي لگولې اؤ دپيښور هائيکورټ چيف جسټس دوست محمد خان په دغو سيمو کې دښځو د ووټونو څخه د منعې کولو دپيښو نوټس اخستى اؤ ټولو اړونده چارواکو ته يې ښځو ته دووټ داچولو داجازت ورکولو لپاره دگامونو اخستو وينا کړې ده.
ددغو انتخاباتو څخه له مخې بيلابيلو گوندونو په خاص ډول مسلم ليگ ن اؤ پاکستان تحريک انصاف په اولس کې دخپل محبوبيت د گراف لوړيدو دعوې کړي خو د ووټونو دشميرې څخه وروستو به په ډاگه شي چې په حکومت کې دپاتې کيدو سره ددغو گوندونو گراف لوړ شوى اؤ کۀ راپريوتلى دى.
داليکشن کميشن اف پاکستان ترمخه دقومي اسمبلۍ په ١٥ اؤ صوبائي اسمبلۍ په ٢٦ حلقو کې ټول ٥١٩ اميدواران برخه اخلي.
په کومو حلقو کې چې دغه ضمني انتخابات ترسره کيږي په هغې کې زياتره هاغه حلقې شاملې دي ، کومو کې چې د١١ مئ دانتخاباتو په مهال ديو څخه په زياتو نشستونو ولاړو اميدوارانو دبرياليتوب وروستو خپلې نورې چوکۍ پريښې وې.
دضمني انتخاباتو لپاره ټول ملک کې دجوړو ٧٦٠٠ پولنگ سټيشنو څخه ٢٠٠٠ زياتې حساسې گرځول شوي چې دغلته دودانو دننه هم پوځ گمارل شوى دى.
دپوليسو اؤ نورو عسکرو ترڅنگ دضمني انتخاباتو دتحفظ لپاره خواؤشا ١٠ زره پوځيان هم تعينات کړل شوي دي.
هسې خو په دغوضمني انتخاباتو کې گڼې حلقې داسې شته چې په هغې د سياسي گوندونو د اميدوارانو ترمينځ کيدونکې مقابلې ته د ټول هيواد سترگې اوراوښتې دي خو دپيښور حلقه اين اى ١ پکې ځکه ترټولو سياست ارزښت موندلى چې دغلته د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان له لوري په خالي کړل شوې چوکۍ ټاکنې کيږي.
د يوولسمې مئ په انتخاباتو کې عمران خان دغه چوکۍ دعوامي نيشنل پارټۍ دنوميالي مشرالحاج غلام احمدبلور څخه گټلې وه
بلور دپيښور د اولې حلقې هاغه مضبوط سياسي اميدوار گڼل کيږي ، چاچې په دغه حلقه دبې نظير بهټو اؤ افتاب شيرپاؤ په څير پياوړو سياست دانانو ته هم شکست ورکړى ؤ.
داځل حاجي بلور يوځل بيا دپاکستان تحريک انصاف دگل بادشاه په مقابله کې ميدان ته راوتلى اؤ اى اين پي ته په دغو ټولټاکنو کې دپاکستان پيپلز پارټۍ ، دجمعيت علماء اسلام اؤ ځينو نورو وړو گوندونو مرسته حاصله ده.
ددې په مقابله کې په حلقه اين اى ١ کې دپي ټي ائي اميدوار گل بادشاه ، دجماعت اسلامي اؤ قومي وطن پارټۍ ملاتړ لري. دپيښور دحلقه اين اى ١ د٢٢٥ؤ څخه ١٨ پولنگ سټيشنې زياتې حساسې گرځول شوي دي.
دقومي اسمبلۍ حلقه اين اى -٥ نوښار کې دشپږو اميدوارانو ترمينځ مقابله ده، دغلته عامو انتخاباتو کې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک کاميابي ترلاسه کړې وه ، خو ددغه نشست دپريښودو وروستو اوس دهغه زوم عمران خټک په دغه چوکۍ ټاکنو ته ولاړ دى.
دقومي اسمبلۍ حلقه اين اى ١٣م صوابۍ کې لس اميدواران ولاړ دي اؤ دغلته درايې ورکوونکو مجموعي شميره درې لکه، دوه شپيتۀ زره ، اووۀ سوه يو کم اتيا ده، په دغه حلقه کې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دسپيکر اسد قيصر ورور عاقب الله ولاړ دى.
دقومي اسمبلۍ ترڅنگ به خيبرپښتونخوا کې په څلورو صوبائي نشستونو هم ضمني انتخاب کيږي.
څيړونکي وائي ضمني انتخاباتو کې اصلي مقابله دخيبرپښتونخوا دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف اؤ عوامي نيشنل پارټۍ وي، خو کتل به دا وي چې دبدلون په نوم اقتدار ته رسيدلى گوند پي ټي ائي به د١١م مئ پشان ضمني انتخاباتو کې هم برياليتوب ترلاسه کړي که نه.
دقومي اسمبلۍ حلقه اين اى ٢٥ ډيره اسماعيل خان کې دترهه گرو دممکنه بريدونو دخطرې له امله دغلته ټولټاکنې اودرول شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG