د خیبر پښتونخوا مشر وزیر بشیر بلور د وژنې ورستو تجزیه کار وايي د پیښور او خپله د هغه گوند عوامي نیشنل پارټۍ په سیاست او مشرۍ کې خلاف پیدا شوې ده خو د هغه کورنۍ وايي د خپل مشر په نقش قدم به چلن کوي او نه به پیښور او نه د هغه پارټۍ د پریښودو څه اراده لري.
دا وخت چې د ای این پي مشران د بشیر بلور د غم نه د راوتلو کوشش کوي او په دې خبره غور کوي چې د هغه مرگ په ترڅ کې پارټۍ ته څومره نقصان رسیدلی دی، د هغه ځامن وايي د خپل پلار مشن به نه پریښدي.
"مونږ خپل پلار په دې پارټۍ، په دې صوبه او په دې وطن قربان کو. مونږ به خپل ښار کې اوس هم گرځو څنگه چې مخکې به گرځیدو،" دا خبره د بشیر بلور کشر ځوی عثمان بلور کوي.
عثمان بلور وايي پلار يي سیمه کې د امن، مینې، محبت او تعلیم بیرغ پورته کړی وو او هغه او د هغه رور به دغه بیرغ پورته ساتي. د عثمان مشر رور هارون بلور هم سیاسي میدان کې موجود دی او د پیښور د ټاؤن ون ناظم پاتی شوی دی. تجزیه کار وايي دواړه روڼو کې یو به د پلار ځائې ناست ووټاکلی شي.
بشیر بلور د تیرو ۴٠ کالو راهسې د ایی این پې سر تړون پاتی شوی دی. کال ٢٠٠٨ کې د هغه د صوبې د وزیر عالی د چوکۍ د پاره غور انتخاب گڼلی کیدو خو د پارټۍ امیر حیدرخان ووټاکلو خو ددې پرته هم بشیر بلور پارټۍ سره خپل تعلق نه کمزور او نه ختم کړو.
بشیر بلور یو ښه منتظم او د وخت پابند مشر گڼلی کیدو.
د بشیر بلور د تگ ورستو د ایی این پې او د پیښور او صوبې په سیاسي فضا څه قسمه خلا پیدا شوې، په دې حقله پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه خبریال حمیدالله تجزیاتي رپورټ تاسو دلته اوریدی شۍ: