لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په سرمقدمو کې اضافه شوي ده


د اپریل په میاشت کې قهرجنو خلکو د مردان د عبدالولي خان یونیورسټۍ طالب عمل مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور ووژلو خو پولیس ویلي په دې اړه څه ثبوت نه و
د اپریل په میاشت کې قهرجنو خلکو د مردان د عبدالولي خان یونیورسټۍ طالب عمل مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور ووژلو خو پولیس ویلي په دې اړه څه ثبوت نه و

په پاکستان کښي د تيرې څه مودې راهسي په سماجي ويب پاڼو د مذهب د سپکاوي مواد د خورولو په الزام په خلکو د مقدمو شمیره زیاته شوي ده.

په نژدې ورځو کې د خيبر پښتونخوا د هري پور او د سند صوبې په جام شورو کښي په مجموعي توگه د پنځو تنانو پر ضد د مذهب سپکاوي مقدمې درج شوي دي.

په هري پور کښي چې په کوم تن مقدمه درج شوي ده رپورټونه د هغه شناخت د نجيب الله په نوم کوي. په هغه تور و چي په فيس بک ېې د مذهب د سپکاوي مواد خور کړي وو او ددې په وجه پوليسو نيولې هم و خو ورسته عدالت په ضمانت رها کړو.

دغه شان د سند صوبې جام شورو کښي د دوو زنانه پشمول پوليسو څلور تنانو پرضد د مذهب سپکاوي مقد مه درج کړي ده.

په دوي تور دې چې په فيس بک یې د خپل فاميل يوه داسي ويډيو خوره کړي وه چې پکې يوه زنانه د هلک او جيني نکاح تړي.

په دي ويډيو کښي دا زنانه وايي چي دا نکاح په سندهي ژبه کښي اؤ شريعت الطيفي تر مخه شوي ده.

دي فاميل پر ضد خواست کښي ويل شوي دي ددوي دې گام په وجه د خلقو مذهبي جذباتو ته نقصان رسيدلي دې.

پاکستان کښي د تيرې څه مودې راهسي په سوشل ميډيا د مذهب سپکاوئ په مقدمو کښي تندهي راغلي ده په دي حقله سند صوبه کښي د بشري حقونو يو فعاله غړی جامي چانډيو واي چي وړاندي به دغه شان تورنه زياتره د ذاتي گټو د پاره په پنجاب صوبه کښي لګول کیدل خو وس د مذهبي تند روۍ د خوريدو له وجي په خيبر پښتونخوا اؤ سند صوبه کښي هم د ذاتي گټو د پاره د مذهب سپکاوی غلط استمال پيل شوی دی.

جامي چانډيو وايي مردان پوهنتون کې د مشال خان د وژنې نه پس دا خبره څرگند شوي ده چي په داسي معاملوکښي تندروه خلق څنگه قانون په لاس کښي واخلي.

جامي چانډيو وایي دمذهب سپکاوي قانون غلط استمال د رياست ناکامي ده.

پاکستان کښي د مذهب سپکاوي قانون تر مخه په جرم ثابيتيدو باندي د مرگ سزا ده او عدالتونو يو شمير خلقو ته دا سزا اورلې هم ده خو تر اوسه پري چرته عمل نه دی شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG