لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په گوجرانواله کې د عیسايي مذهب منونکی د مذهب د سپکاو په تور نیول شوی


په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه وايي د هیواد د مذهب د سپکاوي قانون کې د اصلاحات وکړی شي
په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه وايي د هیواد د مذهب د سپکاوي قانون کې د اصلاحات وکړی شي

د پنجاب صوبې په گوجرانواله ضلع کې د عیسايي مذهب منونکی ١٨ کلن تن پولیس د مذهب د سپکاوي په تور نیولی دی، په هغه قران د سوځولو الزام لگول شوی دی خو د ملزم پلار وايي په زوي يي د کاروباري رقابت په بنیاد تور لگلول شوی دی.

د گوجرانواله په وزیرآباد تحصیل کې پولیس عیسايي تن د اتوار، یکشنبې، په ورځ په داسې کې گرفتار کړو چې قهرجنو خلکو وهلو تکولو.

پولیس ویلي د گرفتارۍ ورسته ملزم عدالت ته وړاندې کړی شو چرته چې هغه د خپل جرم اعتراف وکړو.

ویل کیږي چې په عیسايي وگړي د یو مقامي جومات امام په وینا مقدمه درج کړی شوي ده. مقدمه درج کونکي تن ویلي هغه ته یو بل تن وویل چې ملزم يي لیدلی و چې د قران پاڼې يي سوځولې.

ویل کیږي کوم تن چې جومات امام ته د عیسايي تن په اړه خبره کړي وه هغه د ردي کاغذونو کاروبار کوي او ملزم هم دغه کاروبار کوي. د عیسايي مذهب تن پلار ویلي په زوي يي د کاروباري رقابت په سر الزام لگول شوی دی.

نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG