لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عیسايي جوړې د ژوندې سوزولو په مقدمه کې دوه مجرمان بري شول


لاهور هايي کورټ فېصله په داسې وخت کې کړې چې د مذهب په سپکاوي تورنه بله مېرمن اسیه بي بي سپریم کورټ بري کړې او د پاکستان څخه تللې ده
لاهور هايي کورټ فېصله په داسې وخت کې کړې چې د مذهب په سپکاوي تورنه بله مېرمن اسیه بي بي سپریم کورټ بري کړې او د پاکستان څخه تللې ده

د لاهور هاي کورټ په کال ٢٠١٤ کې په پنجاب کې د عيساي ښځې او د هغې خاوند د ژوندي سوزولو په پيښه کې ککړ دوه مجرمان بري کړي خو د مذهب د سپکاوي په قضيو کې عيساي وګړو د قانوني مرستې یو تنظيم وايي دا پريکړه د فشار د لاندې شويده او په سپريم کورټ کې به یې چيلنج کوي.

په کال ٢٠١٤ کې راپاريدلې خلکو په کورټ رادها کشن کلي کې عيسايي مېرمن شمع او د هغې خاوند شهزاد مسيح د قران د سپکاوي په تورکې د خښتو په بهټې کې ژوندي سوزولې وو.

په دغه پېښه کې د ١٠٥ کسانو خلاف مقدمه درج شوې وه او بیا د تره ګرۍ ضد عدالت کې پنځو کسانو ته د مرګ او نورو ته دوه دوه کاله د قيد سزاگانې واورول شوې. وروسته اتوو مجرمانو د ترهګرۍ ضد عدالت فيصله په لاهور هايي کورټ کې چيلنج کړه.

د زيارت په ورځ د جسټس محمد قاسم خان په مشرۍ کې د لاهور هايي کورټ دوه کسيزه بينچ د کوټ رادها کشن د پېښې په مقدمه کې داخل کړی شویو اپيلونو پريکړه واوروله او دوه مجرمان حنيف او قاري اشتياق یې بري کړل.

عدالت په دې قضيه کې و ککړو دریو مجرمانو د مرګ سزاګانې پرځاې ساتلې دي.

د مقدمې د اوورونې پرمهال د مجرمانو وکيل عدالت ته وویل چې د ترهگرۍ ضد زېلي عدالت د قانون په پام کې د ساتلو پرته فيصله ورکړې او په دې پيښه کې ککړ ټول مجرمان وروسته نومولې شوې وو نو بايد چې عدالت هغوي خوشې کړي.

بلخوا سرکاري وکيل دريځ خپل کړی چې د ګردو مجرمانو پرضد کوټلي شواهد موجود دي او عدالت دې د دوي اپيلونه خارج کړي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د تورونو سره مخ عيسوي لږکيو ته قانوني مرسته ورکونکي غير دولتي تنظيم کلاس مشر جوزف فرانسس وي او ای ډیوه سره خبرو کې د لاهور هايي کورټ دا پريکړه غلطه بللې او واي دا د فشار د لاندې ورکړی شويده.

هغه واي دا فيصه به سپريم کورټ کې چيلنج کوي .

پاکستان کې د مذهب سپکاوې يوه حساسه معامله ګڼل کيږي او په قانون کې د تورن تن لپاره د مرګ سزا ټاکل شويده خو اکثر په ليدو کې راځي چې راپاريدلې اکثريتي مسلمانان په خپل سر دغه شان مقدمو کې ککړ تنان ووژني.

څيړونکي واي ، پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون زياتره په شخصي جگړو کې په غلطه توگه استعمالیږي او د بشري حقونو نړيوال او کورني تنظيمونه پدې قانون کې د بدلون غوښتنې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG