لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په معروف ګل د مذهب د سپکاوي الزام دی، کورنۍ یې د کلي خلکو ته د مسلمانۍ سپیناوی کوي


د وي او ای ډیوه سره خبرو کې افسر علي وویل په پلار یې د سپټمبر په ۱۸ نېټه مذهب د سپکاوي تور لګېدو سره سم په نزدې جوماتونو کې اعلانونه وشول، قهرجن خلک جمع شول او تاڼې ته ورغلل او د دوی د وژلو خبرې یې کولې
د وي او ای ډیوه سره خبرو کې افسر علي وویل په پلار یې د سپټمبر په ۱۸ نېټه مذهب د سپکاوي تور لګېدو سره سم په نزدې جوماتونو کې اعلانونه وشول، قهرجن خلک جمع شول او تاڼې ته ورغلل او د دوی د وژلو خبرې یې کولې

د چارسدې د پړانګو افسر علي وايي نن سبا یې دا کوښښ وي چې د کلي خلکو ته باور ورکړي چې دوی کلک مسلمانان دي او د کور مېرمنې او ماشومان یې د قران تلاوت کوي.

افسر علي وايي د کلي خلکو ته یې د خپلې مسلمانۍ خبرې په پلار، معروف ګل، مذهب د سپکاوي الزام لګېدو نه پس شروع کړي دي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې افسر علي وویل په پلار یې د سپټمبر په ۱۸ نېټه مذهب د سپکاوي تور لګېدو سره سم په نزدې جوماتونو کې اعلانونه وشول، قهرجن خلک جمع شول او تاڼې ته ورغلل او د دوی د وژلو خبرې یې کولې.

افسر علي ویل "په هغه ورځ د کور په زنانه او ماشومانو ډيره سخته وه، خلک پوليس تهاڼې ته راټول شوي وو پوليسو راته وويل د کور نه ووځۍ په تهاڼه کې خلک وايي چې بچي يي پيژنو، بچي يي وژنو او کور هم ورله سوځوو."

افسر علي وايي دوی په پردي کور کې اوسيږي، د کورپه مالک او پلار يي خلک د شيعه مسلک منوونکي ګڼي ځکه پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی." زمونږ د کور مالک وړاندې ښکاره کړې چې شيعه نه دی، زما پلار یې ځکه په دې مسله کې رواستو چې خپلو مالکانو سره ناست پاست و."

د چارسدې په پوليس تهاڼه کې د اهلسنت ولجماعت ډ‌لې يو مبینه غړي په معروف ګل د مذهب د سپکاوي اېف ايي ار درج کړی دی. پوليس وايي د پېخې پلټنې کۍ، تورن تن يي د مردان ترهګرۍ ضد عدالت ته ليږلی دی.

په پينځم سپټمبر د پاکستان بشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي خپل رپورټ کې ويلي وو په تيره يوه مياشت کې په پاکستان کې په ۴۰ تنانو د توهين مذهب مقدمې درج شوې چې زياتره پکې د شيعه مسلک منونکي دي.

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي د مقدمو داسې زياتوالې د تشويش وړ خبره ده۔

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش وايي د هر مذهب او مسلک خلکو ته په يو والي او ورولۍ سره اوسيدل پکار دي خو چې چرته هم د توهين مذهب خبره راشي بايد چې پورا پلټنې يي وشي۔

د بشري حقونو د څار ادارې د کال ۲۰۱۹ رپورټ تر مخه پاکستان کې په لسګونو خلکو د توهين مذهب مقدمې درج دې چې پکې څلوېښتو ته د مرګ سزا هم اورول شوې ده۔ په پاکستان کې حکومتي شمېرې ښايي د توهين مذهب په الزام خلکو ته اورول شوي د مرګ سزا کله هم عملي شوي نه ده. چه ته هم د مرګ سزا نه ده ورکړل شوې۔ څيړونکي وايي دا تورونه زياتره په اقليتونو يا لږکيو لګول کيږي۔ په نزديو کې د پېښور په يو عدالت کې دننه د توهين مذهب ملزم بل تن په ډزو ووژل شو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG