لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوي پاکستاني ویلي چارواکو په جنسي فعل مجبورولو


د انساني حقونو فعالانو په کراچۍ کې د ساجد مسیح او د هغه د تربور پترس مسیح په حق مظآهره کړې ده
د انساني حقونو فعالانو په کراچۍ کې د ساجد مسیح او د هغه د تربور پترس مسیح په حق مظآهره کړې ده

د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی یو پاکستاني عیسايي مذهب منونکي تن ویلي حکومتي چارواکو پرې د تحقیقاتو په مهال تشدد کړی او په دې یې مجبورولو چې د خپل تربور سره جنسي فعل وکړي.

ساجد مسیح وویل د چارواکو د حکم نه یې انکار وکړو او د وفاقي تحقیقاتي ادارې، ایف ايي ای، د دفتر د څلورم منزل نه یې ښکته ټوپ کړو. د هغه د پښې هډوکې او جامه ماته شوي.

پاکستاني چارواکي وايي د ساجد مسیح د دعوو یې تحقیقات شروع کړې دي. دغه پېښه په لاهور کې د جمعې په ورځ رامنځته شوي ده.

ساجد مسیح او د هغه یو تربور په دې تور نیول شوي وو چې په فیس بک یې د اسلام پرضد مواد شریک کړې.

ساجد مسیح او د هغه تربور دواړه په لاهور کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ایي ای په مرکزي دفتر کې وو او د ایف ايي ای په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي څانگې یا سایبرکرایمز چارواکو ترې تحقیقات کول چې ساجد مسیح د ایف ايي ای د دفتر د څلورم منزل نه ټوپ کړو.

په سوشل میډیا خپور شوي وډیو کې ساجد مسیح وايي د ايف ايي ای چارواکو پرې سخت تشدد کولو، د هغه نه یې موبایل واخیستلو او هغه او تربور یې په دې مجبورولو چې د یو بل سره جنسي فعل وکړي خو د ایف ايي ای د دفتر د څلورم منزل نه لاندې ټوپ کړو او زخمي شو.

د ایف ايي ای مامورینو د ساجد مسیح الزامات رد کړی دي او وې ویل هغه ته چا "لاس هم نه دی ور وړی." چارواکي وايي کله چې د ساجد مسیح نه غوښتنه وشوه چې خپل موبایل دې د پلټنې دپاره ازاد کړي نو هغه وار خطا شو.

د انساني حقونو یو شمیر تنظیمونو د گل، دوشنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې د لاهور د پېښې غندنه وکړه او تشویش یې څرگند کړو چې د مذهب د سپکاوي قوانین په مستقل ډول د عیسایانو او د نورو مذهبي اقلیتونو خلاف استعمالیږي.

بیان وايي قانون عملي کونکې ادارې نه یوازې اقلیتونو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوي بلکې د اقلیتونو خلاف په تشدد کې په "فعاله" توگه برخه هم اخلي.

بیان کې غوښتنه وشوه چې د لاهور د پېښې دې په غبرجانبدارانه توگه تحقیقات وشي.

د انساني حقونو تنظیمونو دا غوښتنه هم وکړه چې پولیس دې د ساجد مسیح خلاف د ځان وژنې مقدمه خارج کړي. د انساني حقونو کارکونکي وايي د دغه مقدمې مقصد د ایف ايي ای د چارواکو په دې کار پرده اچول دي چې ساجد مسیح یې په ټوپ وهلو مجبور کړی و.

تیرکال د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت طالب علم مشال خان هم قهرجنو خلکو د مذهب د سپکاوي په تور ووژلو خو پولیس ویلي په دې لړ کې د مشال خان خلاف جه شواهد نه دې ترلاسه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG