دپاکستان سترې محکمې امريکا کې دپاکستان دسفيرې شيري رحمان په ضد په شکمنه توگه دمذهب دسپکاوي په اړه يو درخواست داوريدنې لپاره منظور کړى دى.
په جسټس انور ظهيرجمالي او جسټس اعجاز افضل مشتمل دسترې محکمې دوه کسيز بينچ ددغه درخواست اوريدنه کړې ده.
بينچ دملتان سي پي اوعامر ذوالفقار ته دقانون سره دسم گام اخستو امر کړى.
په امريکا کې دپاکستان دسفيرې شيري رحمان په ضد دمذهب دسپکاوي په اړه دغه درخواست دملتان يو اوسيدونکي فهيم اخترگل جمع کړى دى.
فهيم اختر عدالت څخه غوښتنه کړې چې دشيري رحمان لخوا په شکمنه توگه دمذهب دسپکاوي په اړه دې مقدمه درج کړي.
درخواست ورکوونکي ادعا کړې چې دوه کاله دمخه په يو خبري چينل دخبرو په مهال شيري رحمان دمذهب سپکاوى کړى ؤ.
فهيم اختر گل پخپله درخواست کې وئيلي دي دکال 2010م په 30م نومبر دپاکستان ديو شخصي ټي وي چينل پروگرام کې شيري رحمان درسالت دسپکاوي په سزا خپلو خبرو کې داسې ټکي استعمال کړي وؤ چې دسپکاوي نه ډک وؤ.
نومبر کال 2010م کې شيري رحمان دمذهب دسپکاوي دموجوده قوانينو لاندې دمرگ دسزا دختمولو په اړه دقومي اسمبلۍ سيکرټريټ کې يو بل هم جمع کړى ؤ.
دکال 2011م دفرورۍ په مياشت کې دهاغه وخت وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په ډاگه وئيلي وؤ چې حکومت په دغه قانون کې دبدلون اراده نۀ لري.
دگيلاني ددغه بيان وروستو شيري رحمان يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي وؤ چې په دغه اړه دوزيراعظم لخوا دکوم بحث دردولو وروستو هغه( دوزيراعظم) دفيصلې دپيروۍ کولو پرته بله لار نۀ لري.
دميموگيټ دلانجې مخې ته دراتللو وروستو په امريکا کې دپاکستان سفير حسين حقاني استعفي ورکړې وه او نومبر کال 2011م کې شيري رحمان په امريکا کې دپاکستان سفيره ټاکل شوې وه.
دمذهب سپکاوى په پاکستان کې دنورو اسلامي هيوادونو په پرتله زياته حساسه معامله گڼل کيږي.
دمذهب دسپکاوي په اړه دقانون دغلط استعمال له امله هيواد کې دمذهب دسپکاوي دحقيقي عملونو او ددروغو دتورونو ترمينځ فرق کول گران شوي دي.
پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دحساسې معاملې له امله دوه کاله دمخه دپنجاب صوبې گورنر سلمان تاثير او داقليتونو دچارو وفاقي وزير شهباز بهټي هم وژل شوي دي.