لاس رسیدونکی لینک

 
طالبان: په پوله "ستونزه پېښه" شوي او پاکستاني عسکرو لومړی ډزې کړي
تازه خبر

طالبان: په پوله "ستونزه پېښه" شوي او پاکستاني عسکرو لومړی ډزې کړي


د ځايي چاﺭواکو په وېنا د پاکستاني عسکرو او طالبانو نښتې ماپښين قریباً دوه بجې باب دوستۍ ته څېرمه سيمه کي د ازغن تار په سر د لانجې نتیجه کې شروع شوې
د ځايي چاﺭواکو په وېنا د پاکستاني عسکرو او طالبانو نښتې ماپښين قریباً دوه بجې باب دوستۍ ته څېرمه سيمه کي د ازغن تار په سر د لانجې نتیجه کې شروع شوې

د پاکستان او افغانستان په پوله د اﺯغن تاﺭ په سر د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د طالبانو جګړه شوي ده چي له امله یې د چمن په پوله د " باب دوستي" نومي دﺭواﺯه د تجاﺭت او خلکو د تګ ﺭاتګ دپاره بنده شوي وه.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان د کسټم یا د ګمرک يو چاﺭواکي احتشام خان وي او ای ډيوه ته وويل چي دنښتو پېلېدو سره پولې ته نژدې د پاکستان کسټم هاوس د خالي کولو امر وﺭکړی شوی دی او په پوله ولاړ د تجاﺭتي مالونو ډک ټرکان بېرته چمن لېږل شوي دي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د کندهار په سپین بولدک کې پاکستاني ځواکونو سره "یوه محلي ستونزه پیښه شوې متاسفانه چي لومړۍ ډزي د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي."

مجاهد وویل حالات قابو دي او "موږ به په دې اړه بشپړه پلټنه وکړو چې دا پیښه ولې رامینځته شوې ده."

د وي او ای ډیوه خبریال په بلوچستان کې د پوځ د مطبوعاتو څانګې د یو چارواکي سره د رابطې او د معلوماتو اخیستلو کوښښ وکړو خو جواب یې ترلاسه نشو.

د ځايي چاﺭواکو په وېنا د پاکستاني عسکرو او طالبانو نښتې ماپښين قریباً دوه بجې باب دوستۍ ته څېرمه سيمه کي د ازغن تار په سر د لانجې نتیجه کې شروع شوې.

د پاکستان سرحدي مليشا ځواکونو يو چاﺭواکي چي نه یې غوښتل چې نوم یې څرګند کړی شي وي او ای ای ډیوه ته یې وويل د پاکستان باډﺭ کسټم ته څېرمه په کلي شيخ لعل محمد په مقام مسلح کسانو په پوله لګېدلی اﺯغن تاﺭ د پرې کولو کوښښ کولو چې پاکستاني چاﺭواکو پې ډﺯې وکړې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ هم دغه ځای سره نژدې ډزې شوي وې.

په چمن کې د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي په خپل رپورټ کې وايي د اخیري اطلاعاتو پوﺭي د نښتو سلسله د کلي ګوﺭي کهول او کلي باچا سيموته هم غځېدلې وه او هلته هم د دﺭنو وسلو ډزې شروع شوې وې.

د پاکستان او افغانستان پولې سره نژدې د کلي شيخ لعل محمد یو اوسېدونکي حسن خان اچکزي وه خبري ﺭسنیو ته وويل چي دنښتو په مهال دواړه طﺭف دﺭنې وسلې کاﺭوي او ګولي د دوی په کوﺭونو کي هم لګيږي. هغه وویل په کورونو د ګولو لګېدو له امله ځینې کسان زخمیان شوي هم دي. هغه د ډزبندې غوښتنه وکړه.

په چمن کې د وي او ای ډیوه خبریال وايي د چمن ضلع مرستيال کمېشنر د چمن حکومتي هسپتالونو کي د بهړني حالات نافذ کولو امر کړی او ټولو ډاکټرانو او طبي عملې ته یې هسپتال ته د حاضرېدو حکم وﺭکړی دی خو د ورستیو اطلاعاتو پوﺭي د چمن هسپتالونو ته څوک ﺯخمي نه و ور وړل شوی.

خبریال وايي د دې رپورټ د تیارولو تر وخت پورې په پوله نښتو دوام درلود او د کوچني وسلې د ټکانو اواﺯونه اورېدل کېدل.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله نورې لانجې هم رپورټ شوي دي. تېره میاشت طالبانو تصدیق کړی و چې د پاکستان سره په پوله ځینې پېښې شوي دي.


  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG