لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په بجټ کې د قبایلي سیمو برخه څومره او چرته مصرف کیږي؟


د پاکستان مرکزي حکومت لخوا د کال ۲۰۱۸ ـ۱۹م د پاره وړاندې کړل شوي وفاقي بجټ سږکال کې د هیواد قبائیلي سیمو لپاره ۲۴نیم اربه روپۍ ایښودل شوي.

ددغې ترڅنګ په بجټ کې د قبائیلي سیمو ملي چوکاټ کې ورګډولو لپاره د ۱۰۰اربه روپو یوه ځانګړې پروسه هم شامل کړل شوې ده. خو پوښتنه دا پېدا کیږي چې ایا د قبایلي سیمو لپاره ټاکل شوې دغه پېسې به د اولس د ګټو لپاره وکارول شي ؟

د قبایلي سېمې مومند اېجنسې یو ځايي خبریال مرید مومند وي او ای ډیو ته وايي د قبایلي سیمو لپاره تیر کال ټاکل شوي بجټ کې ۸ اربه روپۍ نه دي مصرف شوي او بیرته مرکز ته واپس شوي دي.

مرید مومند زیاتوي: ٫٫ د قبایلي سېمو د بودېجې نه مصرف کیدلو لوې علت د فاټا سېکرټریټ ناکامي ده. دوي په تیرو کلونو کې هم د قبایلي سیمو بجټ پوره او په سمه توګه نه دی مصرف کړی او په راتلونکي کې يې هم امکان کم دی.٬٬

د مرید مومند په وینا کله چې د بجټ ټاکل شوي پېسې مصرف نه شي نو بیا دغه پېسې مرکز ته بیرته ورکړی کیږي. د قبایلي سيمو د پارلیمان غړو څو څو وارې غوښتنه کړې چې دوي ته دې داسې یو بېنکي اکاونټ (اکاونټ ون) پرانستل شي چې دغه پاتې پېسې په راروان کال کې په پرمختیايي کارونو ولږول شي، خو د پاکستان مرکزي بېنک یا سټېټ بنک دغه اکاونټ نه پرانیزي.

د قبایلي سیمو یو بل خبریال ګل محمد بیا وايي چې د بجټ نه مصرف کول او پرمختیايي کارونه نه ترسره کولو زیات تاوان قبایلي ولس ته رسیږي او پوښتنه کوي چې د فاټا لپاره ټاکل شوي ۱۰۰ اربه روپۍ به څنګه لګول کیږي؟

د ګل محمد په وینا په قبایلي سیمو کې د خلکو کورونه وران شوي، سکولونه تباه شوي، هسپتالونه او د ژوند نورې اسانتیاوې نشته خو بیا هم د بجټ دومره لویه برخه هر کال بیرته مرکز ته لیږل کیږي او د ولس په ګټه نه لګول کیږي.

د قبایلي سیمو لپاره د پاکستان په مرکزي بجټ کې ټاکل شوو پېسو کې زیاتې بیا د سرکاري نوکرانو په تنخاګانو او په سرکاري خرچو مصرف کیږي او د دغه سیمو د پرمختیا لپاره پکې ډېرې کمې پېسې پاتې کیږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG