لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې زیاتیدونکی سینسرشپ ـ دوه مشهورو صحافیانو خپل ټویټر اکاونټونه وتړل


په پاکستان کې حکومت ته د عمران خان د ګوند پي ټي آی له راتلو ورسته په ميډيا قدغنونه او فشار وخت په وخت زياتيږي. له دې سره سره، نن سبا په پاکستان کې د ځینو خبريالانو پرضد په سوشل ميډيا پروپگینډې روانې دي.

ترڅنګ د هېواد لویو ميډيایي ادارو سره کار کوونکو دوه صحافيانو د حکومتي فشار لاندې پر ټويټر خپل اکاونټونه هم تړلي دي.

په پاکستان کې د تحریک انصاف گوند د حکومت له رامنځته کیدو وروسته، پر میډیا بندیزونه او فشارونه سېوا شوي او ځیني خبریالان اوس په سېلف سینسرشیپ مشغوله دي.

ښکاره دې وي چې په پاکستان کې د تيرو څه ورځو راهيسې پر سوشل ميډيا د يو باضابطه مهم د لارې سينير صحافيان هېواد دښمنه ګرځولی کيږي او د صحافيانو تنظيمونو پدې د انديښنو څرګندولو ترڅنګ، د دغه مهم پرشا د پټو لاسونو پرضد د کاروايې غوښتنه کوي.

د صحافيانو په اړه نړيوال تنظيم "کميټي ټو پروټکټ جرنلسټس" په خپل يو وروستي راپور کې وایي که څه هم په پاکستان کې د خبريالانو په وژنو کې کمې راغلی دی، خو ورسره پدغه هېواد کې د پوځ د فشار له کبله ميډیایي ادارو کې کار کوونکي صحافيان، سلف سنسرشپ ته اړ ایستل شوي دي.

د دې ښکاره مثال، په دې وروستیو کې د مخالف سیاسي گوند پیپلز مشر، آصف علي زرداري د مرکې د نشرېدو مخه نیول، او د مسلم لیگ ن گوند د مشرې، مریم نواز آواز پر میډیا غلي کول دي.

دغه رنگ د پښتنو د حقونو دپاره کارکوونکې د بشري حقونو تنظیم پي ټي اېم پر میډیا کورېج هم له یو وخت راهیسي بندیز لگولی شوی دی.

وتلي او ستر صحافي ښاغلي ضياالدين ډيوه سره د پاکستان په ميډيا د فشار او قدغنونو په حقله وایي "د پاکستان اصل واکداران" (پوځ) خپله يوه ايجنډا لري او ميډيا غلي کول او په قابو کې راوستل ددغه ايجنډې يوه مهمه برخه ده.

هغه زیاتوي چې دغه "اصلي واکداران" کله پيمرا کاروي او کله نيغ په نيغه د ميډيا په مالکانو فشار اچوي. "هغوی د ټي وي چينلو مالکانو ته ټيلي فون کوي او بيا دغه مالکان د خپلو معاشي مفاداتو له ويرې د حکومت سره دې کار کې ملګري جوړيږي. او چې څه ورته ويل کيږي په هغې عمل کوي او په تير يو کال کې د بيلا بيلو ميډيایي ادارو څخه شا خوا ٣٠٠٠ خبريالان ویستل شويدي."

په عين حال کې د جيو نيوز اعزاز سيد اود انګريزې ژبې اخبار دي نيوز سينير خبريال عمرچيمه په ټويټر خپل اکاونټونو بند کړي.

د ځنې اطلاعاتو ترمخه دغه صحافيانو د حکومتي فشار له امله داسې کړي. او پدغو کې يو خبريال د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته واي د هغه مالکانو ته ويلې شوې وو که د هغه ټويټر اکاونټ بند نه کړی، شو نو بيا دې ځان ټي وي تړلو ته تيار وساتي.

په سوشل ميډيا د ځنو حلقو وينا ده ددغه صحافيانو غلې کيدو هم لويه وجه سنسرشپ دې د کوم اطلاق چې نن سبا په ميډيا کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG