لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅانو د بایکاټ سره سره په بلوچستان کې سرشمېرنه روانه ده


د پاکستان د ۶۳ ضلعو په ګډون د بلوچستان په ۱۵ ضلعو کې د سرشمېرنې د لومړني پړاو لومړۍ برخه نن سرته رسېدلې ده.

بلوچستان ۱۹۹۸ په پرتله دا ځل پښتونخوا ملي عوامي ګوند په سرشمېرنه کې برخه اخلي خو د بلوڅو یو مهم بلوچستان نیشنل ګوند یې بایکات کړی دی.

هغه ایالت کې د لومړي پړاو په لومړۍ برخه کې د سرشمېرنې عمل د کویلې، ډیره بګټي، آواران، لسبیله، کویله، واشک، خاران، تلات، جعفراباد، نصیراباد، نوشکي، لیړي، موسی خیل او پشين په ضلعو کې ترسره شوې.

بلوڅ ملت پاله مشر سردار اختر منګل اندښنه څرګنده کړې چې سرشمېرنه کې به د افغان کډوالو نومونه هم ولیکل شي او زیاتوي چې په ځینو برخو کې د عملیاتو په ترڅ کې یوشمیر بلوڅان بې کوره شوي چې سرشمېرنه کې به پاتې شي.

خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه اندېښنه بې ځایه ګڼي او وایي تر دې وړاندې هم افغان کډوال په ایالت کې موجود وو خو بلوڅ ولس په سرشمېرنه کې بشپړه برخه اخیستې وه.

یاد ګوند د ۱۹۹۸ کال په سرشمېرنې کې بایکاټ کړی وو.

د سرشمیرنې د حکومتي ادارې د عملیاتو د څانګې مشره رابعه اعوان وايې د سرشمېرنې په بهیر کې به بې کوره شوي خلک هم هلته راجستر شي چیرې چې استوګن وي.

د بلوچستان په پشین ضلع کې مرستیال کمیشنر طارق رحمان بلوڅ ډیوه راډیو ته ویلي د سرشمېرنې په فارمونو کې د بهرنیو وګړو لپاره ځانګړې خانه جوړه شوې او د افغان کډوالو نومونه د بهرنیانو په خانه کې لیکل کیږي.

په پاکستان کې ایالتونو ته د مرکزي عایداتو څخه برخه د سرشمېرنېپه حساب ورکول کیږي او د ۱۹۹۸ له سرشمېرنې وروسته پنجاب ایالت یوپنځوس عشاریه څلور اویا فیصده برخه اخلي.

همدارنګه سنده څلورویشت عشاریه پنځه پنځوس او خیبرپښتونخوا څوارلس عشاریه دوه شپیته فیصده ونډه ترلاسه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG