لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ملتپاله ګوندونو د سرشمیرنې نتیجې ردکړي


Pakistan Census Graph
Pakistan Census Graph

د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو او د پښتنو ملت پاله ګوندونو په پاکستان کې شوې د تازه سرشمیرونو نتیجې زد کړي.

تیره ورځ د شمارياتو د محمکې لخوا د عبوري نتيجو د اعلان ترمخه په نوې سر شمیرنه کې د خيبر پښتونخواه ابادي ٣ کروړه ٥ لکه او ترهګرۍ ځپلو قبايلي سيمو ګرده ابادي ٥٠ لکه ١٦٧٦ ښودلې شوی.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو وي او ای ډیوه ته ویلي په دغه شمیرو باندې تحفظات لري او دوي ګنړي چې د پښتنو شمېره سمه نه ده شوې. ښاغلی شیر پاو زیاتوي په تازه سر شمیرنه کې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د خلکو ابادي کمه ښودل شوې او دوي به په دغه مسله اواز پورته کوي.

د عوامي نیشنل پارټۍ یو مشر افراسیاب خټک بیا ګیله کوي چې ٫٫ په پاکستان کې تل د پښتنو سره د ابادۍ په سر سیاست شوی. په روانه سر شمیرنه کې دغه کار یو ځل بیا وشو٬٬. ښاغلی خټک زیاتوي ګوند به يې په دې مسله اواز پورته کوي.

د پاکستان قبایلي سیمو نه د پاکستان پیپلز پارټۍ غړی اخونزاده چټان هم د سر شمیرنو تازه نتیجې ردوي او وايي د قبایلي سیمو ابادي د نیمې نه هم کمه ښودل شوی.

تیره ورځ دپاکستان د ګډو ګټو کونسل هېواد کښې د ترسره شوي شپږمې سرشميرنې د غير حتمي نتيجو منظوري ورکړې چي ترمخه یې د هېواد ټوله ابادي ٢۰ کروړه، ٧٧ لکه او ٧٠ زره ته رسيدلې ده.

د شمارياتو د عبوري نتيجو د اعلان ترمخه د خيبر پښتونخواه ابادي ٣ کروړه ٥ لکه او ترهګرۍ ځپلو قبايلي سيمو ګرده ابادي ٥٠ لکه ١٦٧٦ ښودلې شوی.

د سرشميرنې د عبوري نتيجو ترمخه د ابادې په لحاظ د هېواد تر ټولو لوې ايالت پنجاب ابادي ١١ کروړه ١٢ زره، په دويم نمبر د سند ايالت ابادي ٤ کروړه او ٧٨ لکه، د رقبې په اساس د لوې صوبې بلوچستان ابادي ١ کروړ او ٢٣ لکه ښودلې شوېده.

ددغو نتیجو نه وړاندې په میډیا کې داسې ناتائیده راپورونه خپاره شوي وؤ چې په ترسره شوې سرشمیرنه کې د قبائیلي سیمو ابادي یوازې پینځه پنځوس لکه ښودل شوې اؤ قبائیلي مشران دعوه کوي چې په دغو سیمو کې اوس دیوې محتاطې اندازې له مخې ابادي خواوشا یو نیم کروړ ته رسیږي.

په پاکستان کې تل وړې صوبې او ملت پاله ګوندونه ګیله کوي په سر شمیرنه کې د دوي شمیره په سمه توګه نه کیږي او د دغې لکبله په قامي وسیلو کې بیا وړو صوبو ته مناسبه ګټې هم نه ورکړی کیږي.

د تازه سرشمیرنو په اړه د پښتون ملتپاله ګوندونو او نورو سیاسي مشرانو غبرګون د احسان محمد خان په رپورټ کې واورۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG