لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال ١٩٩٨ راهسې د پاکستان وړومبۍ سرشمېرنه دا هفته پیل کیږي


د قانون ترمخه په ملک کې هر لس کاله پس سرشمېرنه کول ضروري وي ولې په پاکستان کې د ۱۹۹۸م نه پس سرشمیرنه نه ده شوې.
د قانون ترمخه په ملک کې هر لس کاله پس سرشمېرنه کول ضروري وي ولې په پاکستان کې د ۱۹۹۸م نه پس سرشمیرنه نه ده شوې.

پاکستان کې شپږمه سرشمېرنه د شورو، چارشنبې، د ورځې نه پېل کیږي چې لپاره يې تيارۍ سر ته رسیدلي دي.

نن د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د اطلاعاتو وزيرمملکت مريم اورنګزېب او د پوځ وياند میجر جنرل اصف غفور خبريالانو ته د سرشمېرنې د تياريو او انتظاماتو په اړه احوال تیر کړی دی.

مريم اورنګزېب ويلي سرشمیرنه به په دوه پړاوونو کې وشي چې وړومبی يې د ۱۵م مارچ نه تر ۱۵م اپرېل پورې او دوېم پړاو به د ۱۵م اپرېل نه تر ۲۵م مۍ پورې سر ته ورسي.

د قانون ترمخه په ملک کې هر لس کاله پس سرشمېرنه کول ضروري وي ولې په پاکستان کې د ۱۹۹۸م نه پس سرشمیرنه نه ده شوې.

مريم اورنګزېب خبري غونډې ته وويل چې د سرشمېرنې فیصله د څلور واړه صوبو او د مشترکه مفاداتو کونسل سره په صلاح شوې چې پکې په ملک کې د موجودو کډوالو په اړوند تحفظات هم په نظر کې ساتل شوي دي.

"د افغان کډوالو په حواله کوم چې دلته میشت دي او ورسره کارډونه دي، د نادرا نه يې پیژندګلو شوې او کوم چې دا وخت په پاکستان کې اوسي د هغوي تابعيت به په نظر کې ساتلی شي او شمېرنه به يې کیږي".

د پوځ وياند میجرجنرل اصف غفور د سرشمېرنې د عمل په وخت د امنيت په اړوند وويل چې دوه لاکه پوځي عسکر به په دغه عمل کې برخه اخلي، د سرشمېرنې د عملې مرسته به کوي او د معلوماتو په عمل کې به هم برخه اخلي.

د پوځ د وياند په وينا د بدامنۍ او پوځي عملياتو له عمله په ملک کې بې کوره شوو د ۸۰ فيصده نه زيات خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړی شوي او چې کوم پاتې دي د هغوي اندراج د وړاندې نه شوی دی.

مريم اورنګزېب په خلکو غږ کړی چې د سرشمیرنې په عمل کې پوره برخه واخلي او سم معلومات ورکړي.

هغې ويلي که چا هم غلط معلومات ورکړل نو ۵۰ زره روپۍ جرمانه او شپږ مياشتې قید سزا به ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG