لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېرمنو تحریک غوښتي د سپریم کورټ مشر جسټس ثاقب نثار دې د عهدې څخه لرې شي


جسټس ثاقب نثار د هغه خلاف داخل شوي خواست په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي. د سپریم کورټ په ویب پاڼه د ثاقب نثار د یو بل بیان په باره کې یو وضاحتي بیان خو موجود و خو د وېمنز ایکشن فورم به خواست څه بتصره یا وضاحت نه و
جسټس ثاقب نثار د هغه خلاف داخل شوي خواست په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي. د سپریم کورټ په ویب پاڼه د ثاقب نثار د یو بل بیان په باره کې یو وضاحتي بیان خو موجود و خو د وېمنز ایکشن فورم به خواست څه بتصره یا وضاحت نه و

په پاکستان کې د مېرمنو یو تحریک او د شهري حقونو گڼ شمېر فعالینو غوښتنه کړې ده چې د هېواد تر ټولو لوې عدالت سپریم کورټ مشر جج جسټس ثاقب نثار دې د عهدې څخه لرې شي ځکه چې د هغه "قول او فعل" د جج د عهدې سره سمون نه خوري.

د مېرمنو تحریک "ویمنز ایکشن فورم" د جسټس ثاقب نثار د لرې کېدو دپاره سپریم جوډیشل کاونسل ته خواست د اکتوبر په ١٠ مه نېټه سپریم کورټ کې داخل کړی دی.

د تحریک یوې غړي مېرمن عافیه ضیا وي او ای ډیوه ته وویل په خواست کې د جسټس نثار په اړه د ٢٥ ټکو اعتراضونو، تشویشونو او د ثبوتونه ذکر شوی دی.

ویمنز ایکشن فورم د سپریم کورټ د مشر د لرې کېدو دپاره جوډیشل کاونسل ته د خواست ورکولو اعلان په رسمي ډول د اتوار، یکشنبې، په ورځ په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې وکړو.

په دغه موقع مطبوعاتو ته جاري کړی شوي بیان کې وویل شو چې د جسټس نثار "قول او فعل" د یو جج د عهدې سره سمون نه خوري، د "غفلت" مظاهره یې کړې ده او دا یې ښودلي چې په "ازاده او بې طرفه" توگه د فېصلو اهلیت نه لري.

مطبوعاتو ته د وېمنز ایکشن فورم بیان وویل چیف جسټس "ناکامه شوی چې خپله عهده د لانجو نه پاکه وساتي."

بیان زیاتوي چیف جسټس "کوښښ کړی دی چې د یو سیاستدان په حېث قانون سازي وکړي، د سرکاري افسر (بیوروکریټ) په حیث دنده ترسره کړي او د پوځ د مشر په حېث کمانډري وکړي. هغه د یو مشهور تن (سلېبريټي) په حېث د میډیا توجه غوښتې ده."

پښتون سیاست مدار افراسیاب خټک وايي امید لري چې د وېمنز ایکشن فورم به خواست به د آئین اوقانون سره اقدامات شوی

د وېمنز ایکشن فورم بیان وايي که یو عام شهري د خپل حق د استعمال کوښښ وکړي او یا د حکومتي مامورینو د سرغړونو په ضد احتجاج وکړي نو د غدار نوم ورته ورکړی شي "خو غېرقانونه ټاکل شوي تنظیمونه او پرتشدد خلک بغیر د څه ویرې او محاکمې خپل فعالیتونه کوي."

کله چې د وېمنز ایکشن فورم د عافیه ضیا نه تپوس وشو چې مطبوعاتو ته د دوی په بیان کې په جسټس ثاقب نثار سنگین الزامات لگول شوې دي نو هغې وویل په بیان کې دغه خبرې د دوی اندیښمني څرگندوي خو سپریم جوډیشل کاونسل ته یې خواست په قانوني ژبه کې سره د ثبوتونو وړاندې کړی دی.

جسټس ثاقب نثار د هغه خلاف داخل شوي خواست په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي. د سپریم کورټ په ویب پاڼه د ثاقب نثار د یو بل بیان په باره کې یو وضاحتي بیان خو موجود و خو د وېمنز ایکشن فورم به خواست څه بتصره یا وضاحت نه و.

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې آیا او یا کله به سپریم جوډشل کاونسل د وېمنز ایکشن فورم خواست اوري؟

سپریم جوډیشل کاونسل په اعلا عدلیه کې د ججانو د بې قاعدگیو خلاف شکایتونو د ارویدلو د پاکستان د آئین د لاندې قایم اداره ده چې مشرۍ یې چیف جسټس خپله کوي او پکې د سپریم کورټ او د هايي کورټ ججان شامل وي.

د چیف جسټس ثاقب نثار خلاف یو وکیل هم سپریم جوډیشل کاونسل ته خواست کړی دی خو لا پرې اورونه نه ده شوي.

وېمنز ایکشن فورم د دې نه وړاندې هم د مېرمنو په اړه د یو بیان په سر په جسټس ثاقب نثار اعتراض کړی و. وروسته ثاقب نثار په خپله خبرې معافي وغوښته.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې په یوه غونډه کې ثاقب نثار د تقریر په اړه وویل چې تقریر خو لکه د مېرمنو د لباس نه خو دومره اوږد پکار دی چې دلچسپي پکې ختمه شي او نه هم دومره مختصر چې "مضمون" هم پوره نه کړي. د اعتراضونو وروسته جسټس نثار بخښنه ووغوښته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG