لاس رسیدونکی لینک

 
رپورټ: پاکستان د نوو زيږيدونکو ماشومانو دپاره د نړۍ خطرناک هېواد دی
تازه خبر

رپورټ: پاکستان د نوو زيږيدونکو ماشومانو دپاره د نړۍ خطرناک هېواد دی


پيښور کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر واي د جينکو په کم عمرۍ کې ودونه، د اميدوارې مور د صحت په بابله د پوهې کمی او په ورستو پاتو سيمو کې د مور او ماشوم صحي اسانتياو ته نه رساي هغه علتونه دي چې له امله یې ماشومان د زيږيدنې په ړومبۍ مياشت کې مري
پيښور کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر واي د جينکو په کم عمرۍ کې ودونه، د اميدوارې مور د صحت په بابله د پوهې کمی او په ورستو پاتو سيمو کې د مور او ماشوم صحي اسانتياو ته نه رساي هغه علتونه دي چې له امله یې ماشومان د زيږيدنې په ړومبۍ مياشت کې مري

د ماشومانو لپاره د متحده قامونو ادارې يونيسف په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې پاکستان د نوو زيږيدونکو ماشومانو د مرګونو په لحاظ د نړۍ خطرناک هېواد دی چرته چې په هر ٢٢ کې يو ماشوم د زيږيدو په وړمبۍ مياشت کې مري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ جاري شوي بیان کې یونیسیف وویل پاکستان، افغانستان او سنټرل افريقين ریپبلېک د نړې هغه درې هېوادونه دي چرته چې د نوې زيږيدونکو ماشومانو د ژوندي پاتې کيدو امکانات تر ټولو کم دي.

رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان کې د کال ٢٠١٦ د شميرو ترمخه په ١٠٠٠ ؤ کې ٤٦ يا په هر ٢٢ ماشومانو کې يو زيږنې په اولنۍ مياشت کې مري. په افغانستان کې دا شرح په ٢٥ کې يوه ده.

دغه رپورټ د کال ٢٠١٤ د شمار شميرو په بنسټ ليکي چې پاکستان کې د لس زره ماشومانو لپاره يواځې ١٤ صحي ماهرين موجود دي او په افغانستان کې د لس زره ماشومانو په سر د طبي ماهرينو دغه شمير اووه دی.

د متحده قامونو دا رپورټ ليکي چې کال ٢٠١٦ کې د پاکستان دننه د يو کال دوران دوه لکه او ٤٨ زره نوي زيږدلې ماشومان مړه شويدي چې په ګرده نړۍ کې د مړو ماشومانو ١٠ فيصدي جوړيږي.

ډاکټر شوکت علي د ماشومانو ډاکټر دې وي او ای ډيوه ته وايي که په اميد مياندې د ماهر ډاکټر نه د وويني ټيسټونه وکړي او متوازن خوراک واخلي او ورسته د ماشوم د زيږدنې نه پس ضروري ټيکې ماشوم ته ولګوي نو د ماشومانو د بې وخته مرګونو شميره راکميدلې شي.

پيښور کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر واي د جينکو په کم عمرۍ کې ودونه، د اميدوارې مور د صحت په بابله د پوهې کمی او په ورستو پاتو سيمو کې د مور او ماشوم صحي اسانتياو ته نه رساي هغه علتونه دي چې له امله یې ماشومان د زيږيدنې په ړومبۍ مياشت کې مري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG