لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ماشومانو د جبري کار په مخنیوي کې د پام وړ پرمختگ کړی ـ رپورټ


د ماشومانو په هکله د یو جاري کړی شوي رپورټ ترمخه نړۍ کې د اړې ګړې ښکار سیمو کې د مېشتو ماشومانو شمېر په تاریخي توگه، لوړ شوی دی.

د سېو دې چلډرن نومې غېردولتي ادارې پخپل رپورټ کې د پاکستان په شمول د نړۍ د ١٧٦ هېوادونو کې د ماشومانو د صحت، تعلیم، خوراک او د دوی نورو بنیادې حقونو باورې کولو په اړه جاج اخستی دی.

په دې اړه په اسلام اباد کې ترسره شوې دستورې ته وېنا کوونکو پاکستان باندې غږ وکړ چې د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره کوټلې گامونه اوچت کړي.

په سرښار اسلام اباد کې د رپورټ جاري کولو په وخت ترسره شوې دستورې ته وېنا کوونکو د پاکستان لخوا د وړو ماشومانو د جبري مزدورۍ د مخه نېولو په لړ کې پورته کړی شوي ګامونو وستایل خو ورسره پاکستان پر حکومت باندې د ماشومانو د حقونو سره تړلې د نورو کوټلیو ګامونو پر اچتولو هم ټینګار کړی دی.

غونډې ته خپله وېنا کې د هېواد ېو لوې حکومت مخالفه پېپلز ګوند غړی فرحت الله بابر پاکستان کې په بد امنه سیمو کې د ماشومانو د بدې ورځې معامله راپورته کړه.

نوموړي د دې یو لوی علت، د پاکستان د رېاست لخوا د اولس خیرښیگڼې ېا فلاحې رېاست په ځاې دفاعې اندېښنو باندې ګډه تګلاره خپلولو ګرځولې او دا په سېاسې ګوندونو باندې هم ماشومان حقونه باورې جوړولو ته ړومبېتوب نه ورکولو په سر نېوکې کړې دي.

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر د فرحت الله بابر د دغه درېځ مرسته کوي او د هغه د دې خبرې هم ملاتړ کوي چې وایي ګني قباېلې ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د بدې ورځې ېو لوې علت په ېادو سېمو کې د غیر ملکې دولتې ادارو تړل دي.

عمران ټکر ډېوه رېډېو ته وېلې چې د خېبر پښتونخوا حکومت د بې ار ټې ترانسپورټ پروژې لپاره ١٠٠ اربه روپې لګوي خو حکومت سره د ماشومانو د خېر ښېگڼې لپاره روپې نشته.

سېو دې چلډرن رپورټ کې د بل ېو نړۍوآلې ادارې په مرسته سندهـ او پنجاب کې د شپږ لکهه ځوانانو او اته لکهه ماشومانو په ژوند کې د راغلي مثبت بدلون حواله ورکړې شوې.

ډېوه رېډیو سره د خبرو پرمهال، د هېواد په کچه تعلېمې نظام باندې د یوې بلې غېر دولتې ادارې الف اعلان ېو کارمند عمر اورکزی وايي چې د قباېلې ضلعو پېنځه اوېا ٧٥ فېصدې جېنکې د تعلېم نه محرومه دې او بله دا چې د خېبر پښتونخوا تعلیمي ادارې معیار او اسانتیاوو کې هم د سندهـ او پنجاب نه ډېرې وورستو دي.

پاکستان نه ېوازې د زنانو او لږکېو، خو د ماشومانو د حقونو په خوندې ساتلو کې هم د پاتې راتلو په سر د نېوکو سره مخ کېږي.

د سرکارې شمېرو تر مخه تېر کال ېوازې د ماشومان په جنسې ډول ځورولو پېښو کې درې دېرش ٣٣ فېصدې زېاتوالې راغلې وو او د هېواد په بېله بېل برخو رامېنځ ته کېدونکو دغه پېښو په ضد په عدالتې سېاسې او اولسې کچه سخت غبرګون په لېدلو کې راځې او په وروستو کې د پاکستان حکومت دغه پېښو کې ککړو ملزمانو ته د تېزندې سزا باوري جوړولو منظوري هم ورکړېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG