لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماشومانو د جنسي تیریو خلاف په کوټه کې احتجاج او ماشومانو د تحفظ غوشتنه وشوه


په کوټه کې د جنسي زیاتي خلاف احتجاج کوونکو کې د بشري حقونو فعالې حمیدې هزاره وویل چې دلته د ځنګل قانون دی "د جنسي تیري د ماشومانو د بیارغونې مرکزونه جوړ شي
په کوټه کې د جنسي زیاتي خلاف احتجاج کوونکو کې د بشري حقونو فعالې حمیدې هزاره وویل چې دلته د ځنګل قانون دی "د جنسي تیري د ماشومانو د بیارغونې مرکزونه جوړ شي

د خېبرپښتونخوا حکومت یو چارواکي ویلي ماشون د جنسي استصحال نه محفوظ ساتلو دپاره به په سکولونو کې د پوهاوي کېمپېنونه چلوول کېږي او په پولیس ناڼو کې به د جنسي تېري په ډول پېښو د رپورټونو درج کوولو دپاره به خصوصي کاونټرې جوړولی شيي بلخوا د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د مدني ټولنې فعالانو د یو لاریون په موقع په ماشومانو د جنسي تیري کوونکو لپاره د عدم برداشت د پالیسۍ غوښتنه وکړه.

د جنسي تېري خلاف احتجاج کوونکي د ګل، دوشنبې، په ورځ د کوتې پرېس کلب مخې ته یټه مخ ته راټول شوي وو . د مذهبي ګوندجماعت اسلامی مشر عبدالقیوم کاکړ د صوبايي او قامي اسمبلیوں او د سینیټ څخه غوښتنه وکړه چې دا مسله په ګوته کړي او د اوسني قوانینو ارزونه وکړي او د ماشومانو جنسي تیري مخه ونیسي.

ځانګړې پاملرنې ته باید پاملرنه وشي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د جنسي تیري قربانیانو او د هغوی کورنیو ته عدالت ورکړل شي.
د ماشومانو د تحفظ دپاره د خېبر پښتونخوا د حکومت مجوزه پروګرامونو په اړه د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش وي او ای ډيوه ته وويل د ماشومانو د تحفظ د پاره یې تګلاره جوړ کړې ده چې په سکولونو کې د ماشومانو ، مېندو او پلرونو د پوهاوي کېمپېنونه وچلوول شي او په پوليس سټېشنو کې د ځانګړي کاؤنټرو جوړولو پلان لري.

په کوټه کې د جنسي زیاتي خلاف احتجاج کوونکو کې د بشري حقونو فعالې حمیدې هزاره وویل چې دلته د ځنګل قانون دی "د جنسي تیري د ماشومانو د بیارغونې مرکزونه جوړ شي.

بلخوا د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې پوليس او حکومتي چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ په چارسده يوې خبرې غونډه کې وويل د دوه نيم کلني ماشومې زېنب سره جنسي تېري کونکي تن يي نيولی او ملزم په ماشومې د جنسي تيرې او د هغې د وژلو اعتراف کړی.

پولیس د پېښۍ په اړه وویل دوه نيم کلنه ماشومه د چارسدې شيخ کلي کې د اکتوبر په شپږمه نېټه له درکه شوې وه او په اوومه نېټه یې جسد ترلاسه شو۔ ډاکټرانو په ماشومې د جنسي تيرې تصدیق کړی.

پوليس وویل ۴۵ کلن ملزم هم د دغه کلي اوسيدونکې وو ۔ په پلټنو کې شامل پوليس ډي ايس پي بشير خان يوسفزۍ وویل دوي سره قوي شواهد دي چې ملزم په دي جرم کې ککړ دې .

خبري غونډې ته د خېبر پښتونخوا وزير قانون سلطان خان وويل چې زينب ماشومې کېس پېروي به په عدالت کې سرکاري وکيلان کوي۔

د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش وويل د ماشومان له درکه کيدو سمدستي روستو موروپلار له پکار دي چي د پوليس ته رپورټ وکړې۔

په خېبر پښتونخوا کې د پوليس شمېرو ترمخه د روان کال په لومړو اته مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو ۱۸۲ پېښو مقدمې درج شوي او په دغو کې پېښو کې تورن ۲۳۵ کسان نيول شوي دي۔ په کال ۲۰۱۹ کې ۱۸۵ کېسونه رپورټ شوې چې پکې ۱۳۵ کم عمره هلکان او ۵۰ ماشومانې جينکۍ شاملې وي۔

د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکي عمران ټکر تېره ورځ ډيوه ته ويلي وو تير کال ۴ ماشومان د جنسي تيري وروسته وژل شوي او سږ کال هم تراوسه څلور ماشومان د جنسي تيري نه پس وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG