د بلوچستان حکومت یو رپورټ وايي د پاکستان وفاقي حکومت چین سره د مجوزه تجارتي راهدارۍ قیمت په منصوعي توگه زیات کړی دی او دا ځکه چې بلوچستان او خیبر پښتونخوا پرځائې راهداري د سند او پنجاب ته تیرېږي.
رپورټ وايي د راهدارۍ لگښت تر دې حدې سیوا کړی شوی دی چې په اقتصادي توگه به دا د نافذ کیدو جوگه هم نه وي.
د چائنا پاکستان اکنامک کوریډور، دې روټ کنټراورسي، یا د چین او پاکستان اقتصادي راهداري او د لار لانجه په نوم لیکل شوي رپورټ کې د بلوچستان دا نظر څرگند کړی شوی چې د راهدارۍ په منصوبه وفاقي حکومت نه خو د مستقل مزاجۍ نه کار اخیستی او نه پکې د وړو صوبو د خواهشاتو پام ساتل شوی دی.
په دې اړه نور تفصیل اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین رپورټ کې اوریدی شۍ: