لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت ضد گوندونو د سي پېک د اقتصادي مرکزونو په قانون کې د مجوزه بدلون مخالفت کوي


د سي پېک منصوبه د پخواني وزیراعظم نوازشریف په کې پېل شوې ده چې پکې به د چین د اربونو ډالرو په مالي مرسته د سړکونو، توانايي، مواصلاتو، زراعتو او کارخانو جوړولو کارونه سر ته رسولی شي
د سي پېک منصوبه د پخواني وزیراعظم نوازشریف په کې پېل شوې ده چې پکې به د چین د اربونو ډالرو په مالي مرسته د سړکونو، توانايي، مواصلاتو، زراعتو او کارخانو جوړولو کارونه سر ته رسولی شي

د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي همکارۍ منصوبې، سي پيک، د لاندې د جوړېدونکو خصوصي اقتصادي زونونو قوانینو ته بیا کتنه پېل کړې ده چې دا رنگ د دغو اقتصادي سیمو په قوانینو کې که کومې خامۍ وي چې لرې کړی شي.

د وزیراعظم عمران خان حکومت د سي پېک په ځینو شرایطو تشویش څرگند کړی دی. هم دغه رنگ نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف او امریکې هم په سي پېک کې د زیات شفافیت غوښتنه کړې ده.

د سي پېک منصوبه د پخواني وزیراعظم نوازشریف په کې پېل شوې ده چې پکې به د چین د اربونو ډالرو په مالي مرسته د سړکونو، توانايي، مواصلاتو، زراعتو او کارخانو جوړولو کارونه سر ته رسولی شي.

د خېبرپښتونخوا او بلوچستان گڼ شمیر سیاسي مشران وايي د سي پېک منصوبې په داسې ډول ترتېب شوي چې زیاته گټه یې پنجاب ته ورسيږي خو د نوازشریف حکومت به دا خبره ردوله.

چینايي مامورینو ویلي د سي پېک په اړه به د عمران خان د حکومت اندېښنې لرې کوي.

د سي پيک د لاندې د ځانګړیو اقتصادي زونز په بابله قوانينو ته د بيا کتنې خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سي پيک په هکله د سېنېټ د پارليماني چارو کميټۍ ته د سرمايه کارۍ بورډ چيرمين زبير ګيلاني وکړه. هغه وویل د سي پيک په اړه موجوده قوانين او مځکنیصورتحال د يو بل سره سمون نه لري او هم د دې له امله دغو قوانينو ته بيا کتنه کوي داسې. ښاغلي گېلاني زیاته کړه د بیان کتنې هدف د سي پېک اقتصادي زونونو ته قانوني تحفظ ورکول دي.

د سېنېټ د کمېټۍ غړي، د ای اېن پي ستاره اياز، وي او ای ډيوه ته وویل نه غواړی چې په سي پيک کار وردیږي خو د سي پېک د اقتصادي زونونو په قوانینو کې د ارډینېنس یا صدارتي حکم دلارې د ترمیم مخالفت کوي.

سېنېټر ستاره ایاز وویل د اقتصادي ووېل د سي پېک د اقتصادي مرکزونو په اړه د حکومت تگلاره واضحه نه ده. هغې زیاته کړه چې د خصوصي اقتصادي زونز دپاره ځمکې اخیستل شوې دي خو دا یوازې د ټېکس په مد کې مراعاتو ته اړتیا نلري، بلکې پکار ده چېدغو اقتصادي مرکزونو دپاره د مستقل بجلۍ بندوبست او هلته د تیار شویو مصنوعاتو د خرڅولو بندوبست هم وشي.

صوبايي حکومتونو د اقتصادي مرکزونو دپاره نهه ځايونه ټاکلې دي چې پکې په خيبر پښتونخوا کې رشکۍ، په پنجاب کې د فيصل اباد علامه اقبال صنعتي ښار او د سند ټهټه کې دهابيجي شامل دي.

د سېنېټ د کمېټۍ د مسلم ليګ (ن) غړي جاويد عباسي ويره څرگنده کړه چې که چېرې حکومت نوی قانون جوړوي نو د سي پيک په لړ کې به د دې له امله تير ټول ګامونه بيکاره شي.

زياتره مخالف سياسي ډلې په حکومت باندې په سي پيک د کار ودرولو تورونه لګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG