لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرمختیا وزیر وايي حکومت د سي پېک منصوبې ته بیا کتنه او پکې بدلون کولی شي


د پاکستان او چېن اقتصادې د راهدارې په اړه د راپورته کېدونکو اندېښنو په ترڅ کښې دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوېد باجوه دا وخت د چېن په درې ورځنۍ دوره دی
د پاکستان او چېن اقتصادې د راهدارې په اړه د راپورته کېدونکو اندېښنو په ترڅ کښې دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوېد باجوه دا وخت د چېن په درې ورځنۍ دوره دی

د پرمختیا مرکزي وزير خسرو بختيار د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته ویلي حکومت به د پاکستان او چین اقتصادي راهدارۍ پروژې ته بېا کتنه کوي او په ممکنه توگه پکې بدولون هم کولی شي.

د سېنېټ د دغه کمیټۍ یوې غړي هم پخلی کړی دی چې د پاکستان نوی حکومت غور کوي چې د سي پېک منصوبې ته بیا کتنه وکړي.

بلخوا د پښتونخوا ملې عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ ویلي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت په سي پېک پروژه کار ودرولې شې.

مرکز کښې د واک ترلاسه کولو نه پس د پاکستان تحریک انصاف حکومت په وړمبي ځل د سي پېک په اړه کمېټۍ ته معلومات ورکړي دي. په دغه کمېټۍ کې د بېلا بېلو سیاسي گوندونو غړي شامل دي.

که څه هم د پاکستان نوي حکومت سي پېک ته د بیا کتنې او په دې منصوبه د کار ودرولو په اړه ځینې مطبوعاتي رپورټونه رد کړې دي خو د پرمختيا مرکزې وزېر خسرو بختيار د سي پېک سره تړلې د توانايي د پروژو د شفافيت په باره کې اندېښمني پرځای وبوله.

او د گل، دوشنبې، په ورځ د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته خسرو بخیتار د دې خبرې تصدیق وکړو چې حکومت د سي پېک پروژې ته بېا کتنه او هم پکې په ممکنه توگه بدلون کولی شي.

د سېنېټ دغه کمېټۍ په غونډه کې شریک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ په نوي حکومت هم تور ولگولو چې سي پېک د لاندې د وړو صوبو نه تېرېدونکي غربي لاره جوړول یې د پامه غورځولي دي.

د وي او ای ډېوه سره خبرو کښې عثمان کاکړ وویل چې د هغه په فکر د تحريک انصاف حکومت سي پېک پروژه مخ په وړاندې بوتلو کښې دومره غرِضې نه دی او په دې پروژه کار هم ودرولی شي.

د عوامې نېشنل ګوند د سېنېټ د سي پېک د کمېټۍ غړې سېنېټره ستاره اياز وايي چې دوی د غربي لارې سره د تړل شویو نوو پروژو په هکله خپلې سپارښتنې مرکزي وزېر ته ورکړي دي. هغې دا پخلی هم وکړو چې ګنې د پاکستان حکومت سي پېک ته د بیا کتنې په اړه غور کوې.

د پاکستان او چين اقتصادي د راهدارۍ په اړه د راپورته کېدونکو اندېښنو په ترڅ کښې دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوېد باجوه دا وخت د چين په درې ورځنۍ دوره دی.

د تحريک انصاف ګوند مرکزي حکومت دا تاثر ورکوي چې ګنې د پاکستان مسلم لیگ تېر حکومت د سې پېک پروژې سره تړلې لوظنامې د مېډېا او اولس نه پټې ساتلې وې چې له امله یې د پروژې په اړه بې باوري پېدا شوې ده.

خو اوس د حزب اختلاف مسلم ليګ نواز ګوند د پرمختيا پخواني وزیر احسن اقبال ویلي چې د تحريک انصاف د حکومت واکداران د سې پېک په اړه اندېښنو ته وده ورکوي چې د غندنې وړ کار دی.

د شپېته ارب ډالرو په مالېت جوړېدونکي د اقتصادي راهدارۍ پروژه کښې د پاکستان واړه ایالتونه د پامه غورځولو په سر د وړاندې نه دغه پروژه د لانجو سره مخامخ ده.

څه موده وړاندې امرېکې په نړېوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف غږ کړی و چې پاکستان ته دې داسې ډول قرض ورکولو نه ډډه وکړي چې د سي پېک پروژې لپاره د چین نه اخیستل شوی پور پرې بیرته ادا کړي. خو د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د پاکستان د دورې ورسته ویلي امریکا به پاکستان ته د ايي ایم ایف د قرض ورکولو مخالفت نه کوي.

که څه هم د پاکستان د باندینو چارو وزارت په نژدې ورځو کښې د برطانيي وتلي ورځپاڼې دي فاینېنشل ټایمز کښې د پاکستان د تجارت وزیر رزاق داود دا بیان رد کړی چې ګنې پاکستان په سي پېک د څه مودې لپاره د کار د ودرولو ترڅنګ دغه پروژې ته بېا کتنې باندې غور کوي.

د پاکستان د حکومت د تردید ورسته د پوځ سرلښکر او د چين حکومت په بېلا بېلو بیانونو کښې سي پېک پروژه سر ته د رسوولو عزم څرگند کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG