لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین د شنگهای په ستر نندارتون کې د پاکستان د وزیراعظم او د پاکستاني کمپنیو د استازو گډون


د چین په شنگهای کې د چینایي درامداتو نړیوال نندارتون
د چین په شنگهای کې د چینایي درامداتو نړیوال نندارتون

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په شنګهاي ښار کې د ګل د ورځې نه شروع کیدونکي د چین درامداتو نړیوال نمایش کې د برخه اخستو لپاره نن ماسپښین شنګهاي ښار ته ورسید.

چین ته د خپل سفر څو ورځې وړاندې عمران خان چینایي میډیا ته ویلي وو دغه نمایش یا نندارتون ته د ورتلو لپاره سترګې په لار دی کوم چې به پاکستان ته یو موقع ورکړي چې د شپږو ورځو په دغه نندارتون کې د نړۍ نورو ملکونو ته خپل برامد کوونکي سامانونه وښایي.

د پاکستان وزیرعظم د ۷۶ کسانو د یو وفد مشري کوي چې په کې په دغه نمایش کې برخه اخستونکي د ۱۰ نه زیاتو پاکستاني کمپنیو استازي هم شامل دي.

د دې ترڅنګ، په نندارتون کې د تجارتي سامانونو طلب او رسد یو بل سره برابرولو لپاره د ۵۰ نه زیاتې پاکستاني کمپنۍ هم برخه اخلي.

چین پرله پسې څلور کاله د پاکستان ترټولو غټ تجارتي ملک پاتې شوی. چین د پاکستان د درامداتو لپاره ترټولو غټ هیواد او د پاکستان د تجارتي سامانونو د برامداتو په څلورم نمبر غټ ملک هم دی. د دې ترڅنګ د دواړه ملکونو تجارت د کال په حساب هم په تیزۍ سره په زیاتیدو دی.

په ملکي کچه باندې د درامداتو په سر د چین د تجارت وزارت او د شنګهاي ځاي حکومت په کوربه توب کیدونکي دې نندارتون کې د ۱۳۰ ملکونو او سیمو د درې زره نه زیاتې کمپنۍ برخه اخلي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د چین وزیراعظم لی کیچیانگ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د چین وزیراعظم لی کیچیانگ

په دې نندارتون کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ترڅنګ د روس صدر ولادمیرپیوټن او د نړۍ د یو شمیر نورو ملکونو مشران برخه اخلي.

د بیجنګ سره د ټیکسونو په سر په تجارتي جنګ کې نښتې امریکا، نندارتون ته د خپل کوم اعلی پلاوي لیږلو پلان نه لري.

د دې نندراتون د لارې د شي ژن پنګ حکومت د چین مخ په زیاتیدونکي مارکیټ نړۍ ته پرانستو په ژمنه زور راوړي. نړیوال ملکونه د چین نه ګیله لري چې خپل صنعتونه او مارکیټ يې د نړیوالوکمپنو لپاره هغه شان نه دی پرانستی څنګه چې د نړۍ نور ملکونه د نړۍ سره ازاد تجارت کوي.

دا نندارتون د هغه کوششونو یو برخه هم ده چې یو داسي تجارتي نیټ ورک یا نظام مخ په وړاندې بوزي چې مرکز يې چین وي او د غربي نړۍ د کنټرول لاندې نړیوال تجارتي نظام باندې خپل اثر هم وغورځوي.

د کیپیټل اکنامکس په نوم ادارې سره کارکوونکی څیړنکار ګیرت لیدر وايي تجارتي سامانونه برامد کوونکې کمپنۍ او په خصوصي توګه مخ په تلونکې ملکونه د چین سره نزدې اړیکې ساتل غواړي چې د امریکې او ددغه هیواد د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا پورته کوونکو ګامونو د اثراتو نه ځان بچ کړي.

چین خپل ملک ته د درامداتو زیاتولو لپاره روان کال د نړۍ سره په تجارتي سامانونو باندې ټیکسونه کم کړي او یو شمېر نور ګامونه يې هم اعلان کړي.

په کال ۲۰۱۷ کې د ۱۵.۹ فیصده زیاتوالي سره د چین په درامدات ۱.۸ کهرب ډالره ته رسیدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG