لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ای اېن پي سېنټره ستاره ایاز: چین نه نورې قرضې پاکستان دپاره د "زهرو ګوټ" دی


د رېلوی وفاقي وزیر د اېم ایل ون یا مېن لاین ون منصوبې منظوري د حکومت کامیابي وبلله او ویې وېل په منصوبه به سږ کال کار شروع شي او پکې به تر یو لک پورې خلک روزګارونه هم ترلاسه کړي
د رېلوی وفاقي وزیر د اېم ایل ون یا مېن لاین ون منصوبې منظوري د حکومت کامیابي وبلله او ویې وېل په منصوبه به سږ کال کار شروع شي او پکې به تر یو لک پورې خلک روزګارونه هم ترلاسه کړي

د وزير اعظم عمران خان د خزانى سلاکار حفيظ شيخ په مشرۍ کى د ملي اقتصادي کونسل پيښور نه تر کراچى پورې د رېل پټلۍ د اپ ګريډيشن يا بهتر کولو پروژه منظوره کړه چې مطبوعاتي رپورټونو وايي شپږ اشاره اته ارب ډالر به پرې لګي او پاکستان به د دغو پېسو ۹۰ فیصد برخه د چین نه قرض اخلي

د عوامي نېشنل پارټۍ د سېڼت غړي ستاره ایاز چې په سي پېک کمېټۍ کې هم ده وايي پاکستان سره چین نه د قرض اخیستلو نه علاوه بله کومه لاره نیشته خو د چین دغه قرضې د پاکستان دپاره د "زهرو ګوټ" دی چې نه یې تېرولی او نه یې توکوولی شي.

امریکې هم چین سره د پاکستان د اقتصادي منصوبو په اړه تشویش څرګند کړی دی او دا د پاکستان دپاره زیانمې بللي دي.

د رېلوی وفاقي وزیر د اېم ایل ون یا مېن لاین ون منصوبې منظوري د حکومت کامیابي وبلله او ویې وېل په منصوبه به سږ کال کار شروع شي او پکې به تر یو لک پورې خلک روزګارونه هم ترلاسه کړي.

شیخ رشید وویل د منصوبې د مکمل کېدو نه پس به د رېل ګاډو رفتار تېز شي او په ګنټه کې به ۱۶۰ کلومېټره سفر کولی شي چې په نتیجه کې به یې د بېله بېلو ښارونو ترمنځ د سفر وخت راکم شي. هغه وویل د کراچۍ او لاهور ترمنځ سفر به په اووه ګنټو کې او د لاهور او راولپنډۍ ترمنځ سفر به دوه نېمو ګنټو کې کیږي.

د اېم اېل ون منصوبې دلاندې به د لالا موسا نه تر نواب شاه پورې ۱۸۳ کلومېټره د رېل پټلۍ په غبرګه کړی شي. دغه ډول د لالا موسا نه تر راولپنډۍ پورې ۱۵۷ او په خېبر پښتونخوا کې د نوښار او پېښور ترمنځ ۴۲ کلومېټره د رېل پټلۍ به غبرګه کولی شي. د ملتان او لاهور ترمنځ او د کراچۍ او د حېدرابار ترمنځ به هم پټلۍ برغده کیږي.

د منصوبې دلاندې د خېبرپښتونخوا په حوېلو ښار کې به د ډرای پورټ یا بندر جوړولی شي.

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وايي پاکستان به د شپږ اشاره اته ارب ډالرو مالیت منصوبې ۹۰ فیصد برخه د چین نه قرض اخلي.

امریکا د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصاي منصوبو دپاره د چین د قرضونو په اړه اندېښنې لري.

تېرکال د امریکې مرستیالې خارجه وزیرې اېلس وېلز د پاکستان او چین ترمنځ د پروژو د شفافیت په اړه اندېښنې راپورته کړې وې او چین سره د پاکستان لوظنامې یې د پاکستاني معیشت دپاره نقصاني ګرځولې وې خو د پاکستان خارجه وزارت د اېلس وېلز اندېښنې بې ځایه بللې وې.

د عوامي نېشنل پارټۍ سېنټره ستاره ایاز وايي پاکستان سره د اېم اېل ون منصوبې دپاره د نورو قرضو اخیستلو نه علاوه بله کومه لاره نېشته.

مېرمن ستاره ایاز چین نه نورې د پاکستان نور قرض اخیستل پاکستان دپاره د "زهرو ګووټ" بولي او وايي که پاکستان دغه ګووټ اخلي نو هم نقصان دی او که نه یې اخلي نو هم نقصان دی. هغې زیاته کړه پاکستان ته پکاره ده د اقتصادي پرمختګ په منصوبو کې څومره کېدلی شي سرمایه ولګول شي چې بیا ترې پاکستان امدن هم اخیستل شروع کړي.

اقتصادي چارو څیړونکی او د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا دا امکان نه ويني چې د اېم اېل ون پروژې دپاره اخیستل شوی قرض به پاکستان څه ډیر زر راوګرځوي.

حفیظ پاشا وویل د رېلوی چې کوم موجوده حال دی په دې کې ورته حکومت د ۶۰ نه تر ۷۰ ارب روپو پورې سبېډي یا مالي امداد ورکوي او په رېل ګاډو کې د سامان وړ راوړل چې د امدن سبب جوړیدلی شي د نېشت برابر دی.

حفيظ شیخ وویل پاکستان د مخکې نه د ۱۲۰ ارب ډالرو مقروض دی او که د اېم اېل ون منصوبې دپاره نور پور اخلي نو دا خبره به په پام کې نیسې چې دا به بېرته اداه کوي.

ښاغلي پاشا وویل دا به هم کتل وي چې اېم اېل ون منصوبه به د پاکستان په اقتصاد کې څه مثبت کردار ادا کړی شو او که نا؟ لکه د ملک واردات به کم او صادرات به زیات کړي او که نا؟

اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال پیر ولایت شاه په خپل رپورټ کې وايي د ايی اېم اېف د شرایطو له کبله پاکستان اېم ایل ون منصوبه په دریو برخو کې ویشلې ده. به په راتلونکو پنځو کلونو کې سر ته رسولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG