لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نوازشريف چين ته رسيدلى

ټاکل شوې ده دپاکستان وزيراعظم به ددغه دورې په مهال دچين صدر ژي جن پنگ سره  په ليدنه کې د دسيمه ايزو اؤ نړيوالو چارو په هکله هم خبرې وکړي اؤ ددې ترڅنگ به ددواړو هيوادونو د وزيراعظمانو په موجوديت کې د مفاهمت په يوشمير ياداښتونو اؤ تړونونو لاسليکونه هم کولى شي

دپاکستان وزيراعظم د شورو په ورځ د پينځوؤ ورځو په پخپله لمړۍ سرکاري دوره چين ته رسيدلى دى ټاکل شوې ده په دغه سفر کې به هغه چينې مشرانو سره د دوه اړخيزه سټراټيجکي اړيکو د لا پياوړي کولو په پلان خبرې اترې کوي.
چين ته په رسيدو دچين دبهرنيو چارو مرستيال وزير د وزيراعظم نوازشريف هرکلى کړى اؤ دپيپلز لبريشن ارمي ځواکونو ورته سلامي ورکړې ده.
په چين کې دپاکستان سفير مسعود خالد وئيلي دي وزيراعظم نوازشريف به پخپل دغه لمړي سفرکې دچين مشرانو سره دنورو مهمو چارو ترڅنگ دانرژۍ څانگه کې په مرسته، ددواړو هيوادونو ترمنيځ دتجارتي اړيکو په غځولو اؤ پاکستان کې د انفراسټرکچر په وده خبرې اترې کوي.
دپاکستان سرکاري خبري اژانس اى پي پي ته ښاغلي مسعود خالد وئيلي دي دوزيراعظم په ايجنډه کې د چين دمشهورو اؤ څرگندونو مالياتي ادارو دمشرانو سره ليدنې هم شامل دي.
د دواړو هيوادونو مشران به داقتصادي اؤ تجارتي رابطو د ودې دپاره د چين د لويديځو سيمو پاکستان سره دپيوست کوونکو اقتصادي راهدارو په هکله خبرې هم کوي.
ټاکل شوې ده دپاکستان وزيراعظم به ددغه دورې په مهال دچين صدر ژي جن پنگ سره په ليدنه کې د دسيمه ايزو اؤ نړيوالو چارو په هکله هم خبرې وکړي اؤ ددې ترڅنگ به ددواړو هيوادونو د وزيراعظمانو په موجوديت کې د مفاهمت په يوشمير ياداښتونو اؤ تړونونو لاسليکونه هم کولى شي
This item is part of
XS
SM
MD
LG