لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نورالحق قاد‏ري: پاکستاني او چینايي علما به په سنکیانگ کې د امن مشترکه کوښښونه کوي


د ویغورو د حقونو او د مدني ټولنې فعالان وايي چین د ویغور مسلمانانو سره د زور زیاتي نه کار اخلي او د دوی د مذهب او ثقافت ځانگړی شناخت د ختمولو دپاره یې یو شمېر اقدامات کړې دي
د ویغورو د حقونو او د مدني ټولنې فعالان وايي چین د ویغور مسلمانانو سره د زور زیاتي نه کار اخلي او د دوی د مذهب او ثقافت ځانگړی شناخت د ختمولو دپاره یې یو شمېر اقدامات کړې دي

د پاکستان د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري ويلي د چين سفير سره يي د سي پېک په راتلونکو منصوبو، د پخوانۍ قبايلي علاقو په ترقۍ او د سينکيانک د مسلمانانو په مذهبي آزادۍ ګټه ورې خبرې کړې دي.

د وي او ای ډيوه سره په يوه مرکه کې د مذهبي چارو وزير وویل د چين سفير ته يي خواست وکړو چې په سينکيانک صوبه کې دې د مسلمانانو سره بې ځايه سختۍ نه کوي او د هغوي سره دې نرمي وکړي.

ښاغلي قادري زیاته کړه چينيايي سفير ورته وویل په سينکيانک صوبه کې مسلمانانو ته هر ډول مذهبي آزادي تر لاسه ده او دغه د چين په ضد بې بنياده تورونه دي.

ښاغلي قادري د چین د سفیر له قوله وویل په سنکیانگ کې د ویغورو سره د بد چلند خبره" د چين په ضد يوه پروپېګنډه ده مسلمانانو ته په ټولو ديني ضرورياتو او مذهبي حقونو کې آزادي ده."

د چین د مغري سنکیانگ صوبې زیاتره ابادي د ویغور قام مسلمانان دي. دغه سیمه د افغانستان او پاکستان سره په سرحد پرته ده.

د ویغورو د حقونو او د مدني ټولنې فعالان وايي چین د ویغور مسلمانانو سره د زور زیاتي نه کار اخلي او د دوی د مذهب او ثقافت ځانگړی شناخت د ختمولو دپاره یې یو شمېر اقدامات کړې دي.

چین په ځینو تندوره ډلو په سنکیانگ کې د تشدد د راپارولو او سیمه د چین د بېلولو الزام لگوي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزير وویل په سينکيانک کې د مذهب په نامه د تندروۍ د مخ نيوي لپاره په يوه ضابطه هم خبره وشوه چې په ترڅ کې به يي د دواړو هېوادونو مذهبي علماء تګ راتګ وکړي او د دغې کشالې د مخ نيوي لپاره به د امن پېغام خوروي.

ښاغلي قادري وویل د چين د سفير سره يي په ليدنه کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبو خبرې وکړې او ورته يي وویل چې څومره زر کېدی شي دغه د ترقۍ شاهراه دې د خېبر د لارې افغانستان ته وغځوي چې ورسره به په سيمه کې تجات ډېره وده ومومي.

ښاغلي قادري ووېل چين غواړي چې د پخوانۍ قبايلي سيمو د ترقۍ په اړه د دغې ځای ولس سره نېغ په نېغه همکاري وکړي.

د مذهبي چارو وزير وویل د چین سفیر ته یې وویل د سي پېک په پروګرامونو کې دې قبايلو ته په زړه پورې برخه ورکړي.

"د سي پېک په تعليمي پروګرامونو کې دې د فاټا لپاره مضبوطه برخه وساتلی شي، او د هغوي هم دا خواهش دی چې د فاټا دعوامو سره دې يو ډاېرېکټ رابطه جوړه وي."

د ښاغلي قادري سره مرکه د وي او ای ډیوه خبریال پیر ولایت شاه کړې ده دلته یې اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG