لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دهندي بم چاؤدنو غندنه کړې ده


دهند داخله وزير وئيلي وؤ دغه بمونه په دوؤ سائيکلو ايښودل شوي وؤ،
دهند داخله وزير وئيلي وؤ دغه بمونه په دوؤ سائيکلو ايښودل شوي وؤ،
دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم علي خان دجمعې په ورځ دهند په حيدراباد ښار کې تيره شپه دترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو غندنه کړې ده، په دغو چاؤدنو کې 15 کسان وژل شوي اؤ 119 نور ژوبل شوي دي.
دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې” ترهه گري چې په هرقسم کې وي نړيوال امن اؤ ثبات ته سخت گواښونه راولاړوي“
” بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان پخپله هم دترهه گرۍ ښکار دى اؤ دهندي اولس په درد پوهيږي، زمونږ دعاگانې ددغه بريد دښکار شوؤ کسانو دکورنو سره دي“
دهند داخله وزير سشيل کمار شندى حيدراباد کې دترسره شوؤ بمي چاؤدنو دځايې دوره کړې ده.
دهند داخله وزير دزيارت په ورځ وئيلي وؤ دغه بمونه په دوؤ سائيکلو ايښودل شوي وؤ، چې دميوې په يومارکيټ کې ديو بل څخه تقريباً د125ؤ ميټرو په فاصله ترسره شوي دي.
تر دې مهاله کومې ډلې ددغو چاؤدنو ذمه واري په غاړه نۀ ده اخستې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG