لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هغه ترهګر بريد غندلی چې وايي‌د ایران د خاروې نه شوی او څلور عسکر يې وژلي 


په تيرو وختونو کې ايران هم داسې تورونه لګولي چې په ايران کې ترهګري کوونکې ډلې په پاکستان کې پټې ځالې لري
په تيرو وختونو کې ايران هم داسې تورونه لګولي چې په ايران کې ترهګري کوونکې ډلې په پاکستان کې پټې ځالې لري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هغه ترهګر برید غندنه کړې چې وايي د ايران د خاورې نه شوی و او د ایراني سرحد سره نژدې په ګزمه څلور پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د شورو/چهار شنبې په ورځ [18 چنورۍ] ويلي وو، د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د ايران د خاورې نه په پاکستاني عسکرو ترهګر بريد شوی چې په نتيجه کې يې څلور عسکر وژل شوي وو.

پوځ ويلي وو د پاکستاني امنيتي ځواکونو په قافله هغه حمله شوې چې د ایران سرحد سره نزدي یې پيټرولينګ یا ګزمه کوله او ايران ته د پېښې خبرداری ورکړل شوی او غوښتنه ترې شوې چې حمله کونکي دې تعقب کړي.

د پاکستان پوځ په 17 جنورۍ ويلي وو د پوځ مشر جنرل عاصم منير د بلوچستان صوبې سفر کړی او ويلي یې وو، پوځ د بهرني دښمن په هغه ناوړه ارادو خبر دی چې په بلوچستان کې پرامنه ماحول خرابوي. خو نوموړي نه وو ويلي چې بهرنی دښمن څوک دی.

جنرل عاصم منير ویلي وو، "مونږ د بهرني دښمن لخوا په بلوچستان کې د پرامنه ماحول خرابولو په ناوړه ارادو خبر يو. او د بلوچستان بې ثباته کوونکي د بهرني ملاتړ دښمنه عناصرو د هڅو ناکامه کولو دپاره به عملياتي تياريانې په ځای وي".

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم بلوڅ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [19 جنورۍ] اوونيزه خبري غونډه کې ویلي، پاکستان د ايران نه تمه لري چې خپله خاوره به د پاکستان پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

هغې ويلي، پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او ژمنه کوي چې د پاکستان خاوره به د ايران ضد نه کاريږي او د ايران نه هم دغه تمه لري او د تازه پېښې په اړوند یې د ايران سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

په تيرو وختونو کې ايران هم داسې تورونه لګولي چې په ايران کې ترهګري کوونکې ډلې په پاکستان کې پټې ځالې لري.

او په 2017 کې د ايران د پوځ مشر پاکستان ته ګواښ کړی وو چې پوله دې سمبال کړي کنه دوی به په پاکستان کې دننه په ترهګرو پسې لاړ شي.

په اسلام اباد کې د ايران سفارتخانې په پوله تازه بريد غندلی او ويلي يې دي ترهګري د ايران او پاکستان شريکه مسله ده او دواړو ملکونه د دې ناوړه صورتحال سره مخ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG