لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ماهرین: په ١٨ آئیني ترمیم د عمل نه کېدو له امله صوبې د اختیاراتو څخه محرومې دي


د پاکستان د سېنېټ پخوانی چیرمین رضارباني

آئيني ماهرين وايي چې د پاکستان په ائین کې د صوبو د اختیاراتو ١٨ ترميم باندې عمل د نه کيدو له امله وړې صوبې د هغو حقونو نه محرومې دي چي د دې آئيني ترميم د لاندي ورکړې شوي دي.

آئیني ماهرینو دا خبرې د گل، دوشنبې، په ورځ د پېښور پوهنتون د هسټري یا تاریخ څانګه کې د پاکستان ١٩٧٣ آئين حالت او د حکومتي ادارو د کردار په اړه څلورم بين القوامي کلیز کانفرنس ته د وېنا په مهال وکړې.

د سېنېټ پخواني چيرمين مياں رضا رباني چي د کانفرنس مشر ميلمه و ميډيا سره خبرو کې یې وویل چې د آئين مطابق هيواد کې به پارليماني طرز حکومت وي خو موجوده وفاقي حکومت داسي پالسۍ وضع کړي او اقدامات کوي چي څرګندیږي چې هيواد کې د نظام چلوولو ټول اختيارات د مرکز سره دي.

آئیني ماهرینو دا خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښور پوهنتون د هسټري یا تاریخ څانګه کې د پاکستان ١٩٧٣ آئين حالت او د حکومتي ادارو د کردار په اړه څلورم بين القوامي کلیز کانفرنس ته د وېنا په مهال وکړې
آئیني ماهرینو دا خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښور پوهنتون د هسټري یا تاریخ څانګه کې د پاکستان ١٩٧٣ آئين حالت او د حکومتي ادارو د کردار په اړه څلورم بين القوامي کلیز کانفرنس ته د وېنا په مهال وکړې

ښاغلي رباني زياته کړه چي د کال ٢٠١٨عام انتخاباتو وروسته لا تر اوسه نه پارلېمنټ مضبوط شوی او نه ادارو د آئين مطابق کار شروع کړی.

د هيواد خارجه پالسۍ په اړه د هغه وينا وه چي خارجه معاملات د ابهام نا ډک دي ځکه چي وزير اعظم عمران خان د باهرنیو ملکونو دورو په اړه پارليمان او عام ولس په اعتماد کې نه دی ااخیستیاو دا چي د چين د دورې په اړه هم لا تر اوسه وفاقي پارليمنټ کې رپورټ نه دې پيش کړی شوی.

وایس اف امريکا ډيوه تا د اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمين قبله اياز وينا وه چې په آئين کې اتلسم ترميم د ټولو صوبو په ګټه دی خو په دې د عمل نه کيدو له وجې مسلې پيدا کېږي.

هغوي وويل چي که چېرې قانوني ماهرين مرکزي او صوبايي حکومتونه په دې خبره پوهه کړي چي په ياد ترميم څنګه په ښه طريقه عمل کيدلی شي نو دي سره انتظامي او مالي معاملاتو چلولو کې نوره هم بهتري راتللی شي.

اتلسم آئيني ترميم کې چي کوم اختيارات صوبو تا ورکړی شوي دي په اړه یې د قبله اياز وينا وه چي بلخصوص په هائير ايجوکيشن کې چي کومې ذمه دارې صوبو ته سپارل شوي دهغې په تقسيم باندي لا تر اوسه اتفاق نه دی شوی.

هغوي زياتا کړه چي په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د آئيني ترميم مطابق هائير ايجوکيشن کميشن نشته دی که چېرې دغه جوړ کړی شي او د نصاب جوړولو لپاره تګلاره وضع کړي شي نو دي سره به په اعلي تعليمي ادارو کې د ښه نصاب ښودلو رواج ومومي.

ياده دي وي چي کال ٢٠١٠ کې د پاکستان پيپلزپارټۍ حکومت په آئين کې اتلسم ترميم ووکړو او د ترمیم دلاندې د تعليم پشمول د هغو٢۴ محکمو اخيتارات يي صوبو ته حواله کړل چې زياتره د مرکزي حکومت سره وې.

XS
SM
MD
LG