لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وایرس ناروغانو شمیره ۷۶۱ ته ورسیدله،‌ ۵ تنه مړه


د پاکستان پنجاب صوبه کې نن د کرونا وایرس ۷۰ مثبتو پېښو راتلو وروسته په دغه هیواد کې د ناروغانو شمیره د ۷۶۰ نه سیوا شوه.‌

پاکستان کې تر ټولو زیاتې ۳۳۳ مثبتې پېښې په سند ایالت کې رپورټ شوي چرته چې ایالتی حکومت د نن شپې نه د ټول ایالت تړلو یا لاک ډاون کولو امر کړی.

د سند اعلا وزیر مراد علي‌شاه تیره ورځ ویلي چې په ټوله صوبه کې به د ۱۵ ورخو پورې هر څه تړلي وي‌ او بې د سود سودا،‌ ډاکټر ته دتګ به هیڅ څوک بهر نه پریږدي.

د سند ایالت وروسته په پنجاب کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۲۲ او بلوچستان ایالت کې ۱۰۴ ته رسیدلې.

د خېبر پښتونخوا د صحت یا روغتیا څانګې په خپل ټوېټر ویلي چې د اتوار په ورځ په ټوله صوبه کې یوه مثبت پېښه هم نه ده رپورټ شوې. د دغه ټوېټ تر مخه په صوبه کې د مثبتو پېښو شمیره هم هغه شان ۳۱ ده او د ۴۳ شکمنو پېښو پلټنې روانې دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس نه تر دې دمه د ۴ تنانو د مرګ پخلی شوی او ځیني مطبوعات ادعا کوي په ګلګت بلتستان کې یو ډاکټر چې د کرونا ناروغانو درملنه یې کوله، خپل ژوند د لاسه ورکړی خو تراوسه پاکستاني چارواکو په رسمي توګه د دغې پخلی نه دی کړی.

په خیبر پښتونخوا کې دتیرې یوې اوونۍ په مهال دکرونا له امله دمړو شوؤ کسانو شمیره درېوؤ اؤ په ټول پاکستان کې څلورو ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو مشاور ښاغلي اجمل وزیر د اتوار په ورځ خبریالانو ته منلې چې په ډيره اسماعیل خان کې مړه شوې میرمن په کرونا وائروسو اخته وه اؤ دتفتان څخه ډيره اسماعیل خان ته راغلې وه.

تر دې دمخه په مردان اؤ پېښور کې هم دوه د کرونا ناروغان د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوي وؤ.

په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وایرس دناروغانو شمیره ۷۶۰ نه سېوا شوې.

پاکستان کې د کرونا ټولې پېښې: ۷۶۱

د مړو شمیره:‌ ۴

سند :‌ ۳۳۳

پنجاب:‌ ۲۲۲

بلوچستان:‌ ۱۰۸

ګلګت بلتستان: ۵۶

خېبر پښتونخوا ۳۱

اسلام اباد: ۱۱

په افغانستان کې د کرونا وایرس نه د یو تن د مرګ دغه لمړۍ پېښه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالې کې رامخې ته شوې. د چارواکو په وینا مړ شوی تن ۴۰ کلن وو،‌چارواکو د دغه تن نور څه معلومات نه دي شریک کړي.

د وي او ای اشنا د خبر ترمخه په هرات ولایت کې هم ناتایده رپورټونه وايي چې یو تن د کرونا وایرس د لاسه مړ شوی خو د افغانستان د روغتیا یا صحت وزارت ویاند ویلي، په دغې اړه لا پوره معلومات نه دي ورته ترلاسه.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG